Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拜格勒   段:
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِی اسْتَوْقَدَ نَارًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَضَآءَتْ مَا حَوْلَهٗ ذَهَبَ اللّٰهُ بِنُوْرِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِیْ ظُلُمٰتٍ لَّا یُبْصِرُوْنَ ۟
ددی منافقانو مثال هغه چا ته ورته دی چې: اور یې بل کړی وي، چې چاپیریال یې ورته روښانه کړي، الله پاک ترې رڼا واخلي او په داسې تیارو او تروږمیو کښې یې پریږدي چې هیڅ ورته نه ښکاري.
阿拉伯语经注:
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْیٌ فَهُمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟ۙ
دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي نو ځکه بیرته نه راستنیږي.
阿拉伯语经注:
اَوْ كَصَیِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِیْهِ ظُلُمٰتٌ وَّرَعْدٌ وَّبَرْقٌ ۚ— یَجْعَلُوْنَ اَصَابِعَهُمْ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ؕ— وَاللّٰهُ مُحِیْطٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟
یا یې مثال د هغه چا په شان وګڼئ چې د تورو تیارو، درزهار او پړکار په مینځ کې اسمانې زورور باران راګیر کړي وي. له ډاره په غوږونو کې ګوتې ننه باسي چې تندري اوازونه یې مرګ ته ونه لیږدوي او کافران له هر لورې د الله پاک په ولکه کې دي.
阿拉伯语经注:
یَكَادُ الْبَرْقُ یَخْطَفُ اَبْصَارَهُمْ ؕ— كُلَّمَاۤ اَضَآءَ لَهُمْ مَّشَوْا فِیْهِ ۙۗ— وَاِذَاۤ اَظْلَمَ عَلَیْهِمْ قَامُوْا ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَاَبْصَارِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟۠
ژر ده چې بریښنا یې په خورا چټکۍ سره د سترګو نظر والوزوي ـ کله هم چې بریښنا ورته رڼا وکړي، نو قدمونه پکې اخلي او چې تیاره پرې خپره کړي نو هک پک ولاړوي. که چیرې د الله پاک خوښه شوی وای چې کاڼه او ړانده یې کړي نو داوریدو او لیدو توان به یې پوخ ترې اخیستی وای، باوري خبره همدا ده چې الله پاک د هر څه توان لري.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوْا رَبَّكُمُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟ۙ
ای خلکو! د هغه رب ستاینه او عبادت وکړئ چې تاسې او له تاسې څخه وړاندې ټول خلک یې پیدا کړي دي، ستاسې د خلاصون هیله یوازې په همدې ډول کیداې شي.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ فِرَاشًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً ۪— وَّاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— فَلَا تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا وَّاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
هغه ذات چې ستاسې لپاره یې ځمکه وغوړوله، اسمان یې چت جوړ او له بره څخه یې اوبه راښکته کړې. په اوبو سره یې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول میوې راوښکلې، نو باید تاسې هم له الله پاک سره نور څیزونه برخه من ونه ګرځوئ. او تاسې ښه پوهیږئ( چې هیڅ شی له الله سره برابر نه دي).
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰی عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ ۪— وَادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او که چیري تاسې په هغه قران کې چې مونږ په خپل بنده( محمد صلی الله علیه وسلم) نازل کړی شک من یاست؟ نو هغه ته ورته یو سورت جوړ کړئ ـ که تاسې رښتیني یاست نو پرته له الله چې څومره ملاتړي لرئ ټول راوغواړئ.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ لَّمْ تَفْعَلُوْا وَلَنْ تَفْعَلُوْا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِیْ وَقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖۚ— اُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِیْنَ ۟
نو که دا مو په توان نه وه او باور لرم چې هیڅکله به یې توان ترلاسه نه کړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وژغورئ چې خلک او ډبرې به یې سونګ وي چې د کافرانو لپاره تیار شوی دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭