Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拜格勒   段:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
بې شکه کافرانو ته دا خبره یوه ده چې ته يې وډاروې او که ویې نه ډاروي ایمان نه راوړي.
阿拉伯语经注:
خَتَمَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَعَلٰی سَمْعِهِمْ ؕ— وَعَلٰۤی اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ ؗ— وَّلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟۠
الله پاک د هغوی په زړونو او غوږونو مهر لګولی دی. او په سترګو یې پرده ده، او هغوی د خورا سختې سزا وړ دي.
阿拉伯语经注:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟ۘ
ځينې خلک داسې هم شته چې وايي: مونږ په الله او د آخرت په ورځ ایمان راوړی دی، خو( د حقیقت له مخې) هغوی مؤمنان نه دي.
阿拉伯语经注:
یُخٰدِعُوْنَ اللّٰهَ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۚ— وَمَا یَخْدَعُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟ؕ
له الله او مؤمنانو سره يې غولونه را اخیستې خو په واقعیت کې خپل ځانونه په خپله غولوي. خو په دې نه پوهیږي.
阿拉伯语经注:
فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ ۙ— فَزَادَهُمُ اللّٰهُ مَرَضًا ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۙ۬۟ — بِمَا كَانُوْا یَكْذِبُوْنَ ۟
د هغوی په زړونو کې ناروغي ده الله پاک نوره هم ورته زیاته کړه. او د هغو درواغو په بدل کې چې دوی يې وايې دردونکی عذاب یې په برخه دی.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ ۙ— قَالُوْۤا اِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُوْنَ ۟
او کله چې هغوی ته وویل شول چې: په ځمکه کې فساد مه کوئ هغوی وویل چې یقینا مونږ اصلاح کوونکي یو.
阿拉伯语经注:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلٰكِنْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟
پام ولرئ په حقیقت کې همدوي فساد کوونکي دي خو نه پوهیږي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا كَمَاۤ اٰمَنَ النَّاسُ قَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ كَمَاۤ اٰمَنَ السُّفَهَآءُ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَآءُ وَلٰكِنْ لَّا یَعْلَمُوْنَ ۟
او کله چې هغوی ته وویل شول چې: لکه څنګه چې نورو خلکو ایمان راوړی تاسې هم ایمان راوړئ نو هغوی ځواب ورکړ چې ایا مونږ د ساده ګانو او کم عقلانو په شان ایمان راوړو؟ خبر اوسئ! چې د دوی کم عقلي او ساده توب پخه خبره ده. خو دوی نه پوهیږي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا لَقُوا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۚ— وَاِذَا خَلَوْا اِلٰی شَیٰطِیْنِهِمْ ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا مَعَكُمْ ۙ— اِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او کله چې له مسلمانانو سره یو ځای شوي نو وايې چې مونږ مسلمانان یو. او چې له خپلو شیطانو مشرانو سره یوازې شوي نو بیا وايې چې په اصل کښې مونږ له تاسې سره یو. له دې خلکو سره یوازې ملنډې او ټوکې کوو.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ یَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَیَمُدُّهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
الله پاک د ټوکو جزا ورکوي او په سرغړونه کې وخت ورکوي چې سرګردانه او لالهانده پکې وګرځي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰی ۪— فَمَا رَبِحَتْ تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟
دغو خلکو د هدایت په بدل کې بې لیاري راونیوه، خو په تجارت کې يې ګټه ونه کړه، او نه په روغه لیار دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭