Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拜格勒   段:
اَلْحَجُّ اَشْهُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌ ۚ— فَمَنْ فَرَضَ فِیْهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوْقَ وَلَا جِدَالَ فِی الْحَجِّ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ یَّعْلَمْهُ اللّٰهُ ؔؕ— وَتَزَوَّدُوْا فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوْنِ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
د حج معلومې میاشتي دي نو چا چې په دې میاشتو کې د حج لپاره ملا وتړله او پر ځان یې لازم کړ نو شهواني خبرې، کارونه، ورانکاري او نوره جنګ جګړه به د حج په اوږدو کې نه کوي، تاسې چې هر نیک کار کوئ الله ته معلوم دی او د حج لپاره له ځان سره توښه واخلئ تر ټولو غوره توښه له الله څخه ډاریدل دي، او ای د عقل څښتنانو له ما څخه وډار شئ.
阿拉伯语经注:
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— فَاِذَاۤ اَفَضْتُمْ مِّنْ عَرَفٰتٍ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۪— وَاذْكُرُوْهُ كَمَا هَدٰىكُمْ ۚ— وَاِنْ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟
په دې کې پر تاسې کومه ګناه نشته چې د حج په اوږدو کې د خپل رب د مهربانۍ (حلال رزق) د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړئ او کله چې له عرفات څخه راښکته شوئ نو په مشعرالحرام کې الله پاک په همغه شان یاد کړئ چې تاسې ته یې ښوونه کړې ده، او که څه هم تاسې له دې دوړاندې بې لیارې واست.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَفِیْضُوْا مِنْ حَیْثُ اَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بیا د نورو خلکو په شان راښکته او له الله څخه بښنه وغواړئ بې شکه چې الله پاک بښونکې مهربان دی.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا قَضَیْتُمْ مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَذِكْرِكُمْ اٰبَآءَكُمْ اَوْ اَشَدَّ ذِكْرًا ؕ— فَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۟
نو چې کله مو د حج احکام پر ځای کړل نو الله پاک په همغه ډول یاد کړئ لکه څنګه مو چې خپل پلرونه یادول، بلکې له هغې يې هم زیات یاد کړئ د الله په یادولو کې ځینې خلک داسې دي چې وایې ای زمونږ پالونکیه! مونږ ته هر څه په دنیا کې راکړه په اخرت کې د دواړو خلکو لپاره هیڅ برخه نشته.
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّفِی الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟
او ځینې یې هغه دي چې وایي: ای زمونږ پالونکیه! مونږ ته په دنیا کې ښیګڼه راکړه او په اخرت کې هم او د اور له عذاب څخه مو وژغوره.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّمَّا كَسَبُوْا ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
دې خلکو ته د دوی د کړنو پوره برخه ده او دالله حساب ډیر تیز دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭