Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 拜格勒   段:
حٰفِظُوْا عَلَی الصَّلَوٰتِ وَالصَّلٰوةِ الْوُسْطٰی ۗ— وَقُوْمُوْا لِلّٰهِ قٰنِتِیْنَ ۟
پر ټولو لمونځونو په ځانګړې توګه پر منځني لمانځه[۶] خورا ټینګار وکړئ او الله ته عاجزي کوونکي ودریږئ.
[۶] علماء وایي چې د مازدیګر لمونځ دی( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
فَاِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا اَوْ رُكْبَانًا ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟
نو که تاسې له ډار سره مخ واست نو په ولاړه یا سپاره په اشاره لمونځ وکړئ او کله چې ډاډمن شواست نو الله هومره ښه او غوره یاد کړئ چې تاسې ته یي ښوونه کړې ده او پخوا په هیڅ نه پوهیدئ.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا ۖۚ— وَّصِیَّةً لِّاَزْوَاجِهِمْ مَّتَاعًا اِلَی الْحَوْلِ غَیْرَ اِخْرَاجٍ ۚ— فَاِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْ مَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَّعْرُوْفٍ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې له تاسې څخه مري او ښځې ترې پاتې کیږي نو اید د خپلو ښخو د یوه کال د مصارفو او خرڅ وصیت وکړي[۷] او باید ونه ویستلې شي خو که په خپله خوښه وتلې نو په تاسې څه ګناه نشته چې په خپلو ځانو په نیکه توګه هر څه کوي او الله تر هر چا زوره ور او د حکمت څښتن دی.
[۷] دا حکم د میراث په ایت منسوخ شو.( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
وَلِلْمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟
د ټولو طلاقو شوو ښخو لپاره [۸] پر پرهیزګارو سړیو څه خرڅ او څورې لازم دی.
[۸] لاس ور وړل شوی وي او که نه مهر ورته ټاکلی شوی وي یا نه ( کابلی تفسر)
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
په همدې توګه الله تاسې ته خپل ایتونه بیانوي تر څو تاسې عقل په کار واچوئ.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَهُمْ اُلُوْفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ ۪— فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوْتُوْا ۫— ثُمَّ اَحْیَاهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
ایا تا ته د هغو زرګونو خلکو حال نه دی معلوم چې د مرګ له ویرې له خپلو کورونو څخه وتلي او تښتیدلي وو؟ الله ورته وویل: ومرئ بیا یې هغوی ټول بیرته را ژوندي کړل رښتیا خبره همدا ده چې الله پاک پر خلکو ډير زیات مهربان دی خو ډیر خلک شکر نه پر ځای کوي.
阿拉伯语经注:
وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او د الله په لیار کې وجنګیږئ او پوه شئ چې په یقین سره الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی.
阿拉伯语经注:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةً ؕ— وَاللّٰهُ یَقْبِضُ وَیَبْصُۜطُ ۪— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
هغه څوک دی؟ چې الله ته قرض حسنه ورکړي، بیا الله د ده دا قرض څو برابر زیات کړي، د پراخۍ او تنګ لاسۍ راوستل د الله کار دی او تاسې بیرته یوازې هغه ته وروستل کیږئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭