Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼   段:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠
خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او هغه چې په ځمکه کې دي ـ او یوازې د الله په لور ټول کارونه ورګرځول کیږي.
阿拉伯语经注:
كُنْتُمْ خَیْرَ اُمَّةٍ اُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ ؕ— وَلَوْ اٰمَنَ اَهْلُ الْكِتٰبِ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُوْنَ وَاَكْثَرُهُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
تاسې د امت هغه غوره ډله یې چې د خلکو د ښیګڼې لپاره راویستلي شوي یاست ځکه چې د نیکۍ په لور بلنه کوئ د بدۍ مخه نیسئ او په الله ایمان لرئ، او که اهل کتابو ایمان راوړی وای ډیره ورته غوره ده ځینې یې مؤمنان دي خو زیاته برخه یې فاسقان.
阿拉伯语经注:
لَنْ یَّضُرُّوْكُمْ اِلَّاۤ اَذًی ؕ— وَاِنْ یُّقَاتِلُوْكُمْ یُوَلُّوْكُمُ الْاَدْبَارَ ۫— ثُمَّ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
هغوی هیڅکله تاسې ته ضرر نه شي رسولای مګر ایله په ایله څه ربړ در رسولای شي او که تاسې سره جنګ وکړي نو ډیر ژر به مخ په شا په منډه او بیا به له هیڅ لورې ورسره مرسته ونه کړای شي.
阿拉伯语经注:
ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ اَیْنَ مَا ثُقِفُوْۤا اِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللّٰهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِ وَضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَیَقْتُلُوْنَ الْاَنْۢبِیَآءَ بِغَیْرِ حَقٍّ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟ۗ
په هر ځای کې چې وي له سپکاوي سره به مخ وي مګر یوازې د الله او د خلکو په پناه کې له سپکاوي څخه خلاصیدای شي، او د الله په قهر اخته شوي، خواري او ذلت پرې واکمن شوی دی، له دې ورځې سره ځکه مخ دي چې د الله په ایتونو کافران کیږي او په ناحقه پیغمبران وژني او دا ځکه کوي چې سرغړونه یې کړې او له خپل حد څخه وړاندې تیر شوي دي.
阿拉伯语经注:
لَیْسُوْا سَوَآءً ؕ— مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ اُمَّةٌ قَآىِٕمَةٌ یَّتْلُوْنَ اٰیٰتِ اللّٰهِ اٰنَآءَ الَّیْلِ وَهُمْ یَسْجُدُوْنَ ۟
ټول اهل کتاب یو شان نه دي داسې ډله هم پکې شته چې په روغه لار ولاړه د شپې په چوپتیا کې د الله ایاتونه لولي او سجدي کوي.
阿拉伯语经注:
یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَیَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُسَارِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
په الله او اخرنۍ ورځ ایمان راوړي په نیکۍ امر کوي او له بدۍ څخه منعه او په نیکیو کې یو له بل څخه وړاندې والی کوي، او همدوی له نیکانو څخه دي.
阿拉伯语经注:
وَمَا یَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَلَنْ یُّكْفَرُوْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ ۟
او کوم نیک کارونه چې کوي هیڅکله به بابیزه نه شي، الله پاک ته پرهیزګاران ډیر ښه معلوم دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭