Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼   段:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ— وَمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
بې شکه چې دا د عیسې او مریمې رښتینې کیسه ده او حق معبود پرته له الله څخه بل نشته او همدا الله، ډیر زوره ور او د حکمت څښتن دی.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِالْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
نو که بیا هم هغوی مخ واړوي نو دا خبره پخه ده چې الله پاک مفسدین ښه پيژني.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ تَعَالَوْا اِلٰی كَلِمَةٍ سَوَآءٍ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ اَلَّا نَعْبُدَ اِلَّا اللّٰهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهٖ شَیْـًٔا وَّلَا یَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَقُوْلُوا اشْهَدُوْا بِاَنَّا مُسْلِمُوْنَ ۟
( ای محمده) ووایه چې ای اهل کتابو! راځئ له مونږ سره یوه خبره ومنئ: چې زمونږ او ستاسې ترمینځ یو برابر ده او هغه دا چې پرته له یو الله څخه به بل د هیچا عبادت نه کوو، له هغه سره به هیڅ شی شریک نه نیسو او نه به ځیني نور پرته له الله څخه باداران نیسي نو که بیا یې هم مخ واړولو نو ورته ووایې( تاسې چې څه کوئ ستاسې کار دی خو) شاهدان اوسئ چې مونږ مسلمانان یو.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمَاۤ اُنْزِلَتِ التَّوْرٰىةُ وَالْاِنْجِیْلُ اِلَّا مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
ای اهل کتابو! تاسې ولې د ابراهیم علیه السلام په هکله جګړه[۱۱] کوئ؟ په داسې حال کې چې تورات او انجیل له هغه څخه وروسته نازل شوي دي، ایا تاسې عقل نه لرئ؟
[۱۱] چې یهودیان یې یهودي او نصاری یې نصراني بولي( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ حَاجَجْتُمْ فِیْمَا لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَآجُّوْنَ فِیْمَا لَیْسَ لَكُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
خبردار! تاسې همدغه خلک یې چې په څه پوهه لرئ په هغې کې سره جګړه کوئ نو ولې په هغه کې سره جګړې او شخړې کوئ چې تاسې پری هیڅ خبر نه یاست الله پاک ښه پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
阿拉伯语经注:
مَا كَانَ اِبْرٰهِیْمُ یَهُوْدِیًّا وَّلَا نَصْرَانِیًّا وَّلٰكِنْ كَانَ حَنِیْفًا مُّسْلِمًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ابراهیم علیه السلام نه یهودي وو او نه نصراني بلکې روغ، سم او بشپړ مسلمان ؤ، او هر ګز له مشرکانو څخه نه وه.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اَوْلَی النَّاسِ بِاِبْرٰهِیْمَ لَلَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ وَهٰذَا النَّبِیُّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ابراهیم علیه السلام ته ډیر نژدې خلک همغه دي چې د ابراهیم مننه یې کړې او هم دا پیغمبر او مسلمانان او الله پاک د مؤمنانو کار جوړوونکي او ملاتړ دی.
阿拉伯语经注:
وَدَّتْ طَّآىِٕفَةٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ یُضِلُّوْنَكُمْ ؕ— وَمَا یُضِلُّوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
د اهل کتابو یوه ډله خوښوي چې تاسې بې لارې کړي د حقیقت له مخې هغوی تاسې نه، بلکې ځانونه بې لارې کوي خو درک نه لري.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَاَنْتُمْ تَشْهَدُوْنَ ۟
ای اهل کتابو! تاسې ولې د الله له ایتونو څخه منکریږئ، په داسې حال کې چې تاسې یې په حقانتی [۱۲] شهادت ورکوئ.
[۱۲] د اسلام او محمد( علیه الصلاة والسلام ) حقانیت په خپلو سترګو وینئ ( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭