Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼   段:
هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِیَّا رَبَّهٗ ۚ— قَالَ رَبِّ هَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ ذُرِّیَّةً طَیِّبَةً ۚ— اِنَّكَ سَمِیْعُ الدُّعَآءِ ۟
هملته زکریا خپل رب ته لاسونه پورته او ویې ویل: ای زما ربه! ما ته ستا له لورې نیک او پاک اولاد راوبښه، بې شکه ته د دعاء او سوال ښه اوریدونکی یې.
阿拉伯语经注:
فَنَادَتْهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُوَ قَآىِٕمٌ یُّصَلِّیْ فِی الْمِحْرَابِ ۙ— اَنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكَ بِیَحْیٰی مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَسَیِّدًا وَّحَصُوْرًا وَّنَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
ملایکو ورته په داسې حال کې چې هغه په جومات کې پر لمانځه ولاړ ؤ غږ کړ چې :بې شکه الله پاک تاته د یحیې زیری درکوي هغه به د الله کلمه رښتینې ګڼي، غوره او مشر به وي، له هر ډول نفسي هیلو څخه به یې ځان منع کړی وي، پیغمبر به وي، او په نیکو کسانو کې به شمیرل کیږي.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّقَدْ بَلَغَنِیَ الْكِبَرُ وَامْرَاَتِیْ عَاقِرٌ ؕ— قَالَ كَذٰلِكَ اللّٰهُ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟
( زکریا) وویل: ای زما ره هلک به له کومه شي؟ زه زوز شوی او ښځه مې شنډه ده( ملایکو) وویل: هو! په همدی ډول به ستا ځوی پیدا شي الله پاک هر څه کوي چې اراده یې وکړي.
阿拉伯语经注:
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ اِلَّا رَمْزًا ؕ— وَاذْكُرْ رَّبَّكَ كَثِیْرًا وَّسَبِّحْ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟۠
( زکریا ) وویل: ای زما ربه ماته یوه نښه راکړه، ( ملایکې) وویل: ستا نښه دا ده چې ته به درې ورځې له خلکو سره خبرې نه شې کولی خو یوازې په اشارو به یې پوهوې، رب دې ډی یاده وه، سهار او ماښام یې تسبیح وایه.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفٰىكِ عَلٰی نِسَآءِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او ( ای محمده) هغه وخت یا کړه چې ملایکو مریمې ته وویل الله پاک ته غوره کړې [۶] او پاکه[۷] کړې یې او د نړئ پر ګردو ښځو کې یې په ځانګړې توګه په ګوته کړې یې[۸]
[۶] د عبادت لپاره.
[۷] له هر ډول ناپاکۍ او ګناهونو څخه.
[۸] د عیسې د پیدایښت لپاره ( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
یٰمَرْیَمُ اقْنُتِیْ لِرَبِّكِ وَاسْجُدِیْ وَارْكَعِیْ مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟
ای مریمې! د خپل رب فرمان پوره ومنه سجده وکړه او رکوع کوونکو سره رکوع وکړه.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ ؕ— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یُلْقُوْنَ اَقْلَامَهُمْ اَیُّهُمْ یَكْفُلُ مَرْیَمَ ۪— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
(محمده) دا کیسې د غیبو هغه خبرې دي چې مونږ یې تا ته وحې کوو سره له دې چې ته هغه وخت له سره نه وي چې هغوی قلمونه اچول[۹] چې د مریمې پالونکی به کوم یو وي؟ او ته له دوی سره هغه وخت نه وې چې په دې هکله یې سره جګړې کولې.
[۹] د پچې اچولو لپاره ( کابلی تفسیر)
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَتِ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یٰمَرْیَمُ اِنَّ اللّٰهَ یُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ ۙۗ— اسْمُهُ الْمَسِیْحُ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ وَجِیْهًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟ۙ
( ای محمده!) هغه وخت یاد کړه چې ملایکو مریمې ته وویل ای مریمې! الله پاک تاته د یوې خبرې زیری درکوي ستا د زوی نوم به مسیح عیسې ځوی د مریمې وي، د دنیا او اخرت مخور او الله ته له نژدې کړی شوو بنده ګانو څخه به وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 阿里欧姆拉尼
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭