Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 嘎萨特   段:

فصلت

حٰمٓ ۟ۚ
حم.
阿拉伯语经注:
تَنْزِیْلٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۚ
دا کتاب د رحمن او رحیم خدای له لورې نازل شوی دی.
阿拉伯语经注:
كِتٰبٌ فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟ۙ
یو کتاب دی چې ایتونه يي په پوره تفصیل سره په عربي ژبه د پوهیدونکي قوم لپاره بیان شوي دي.
阿拉伯语经注:
بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۚ— فَاَعْرَضَ اَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟
زیر ورکوونکی او ډاروونکی دی خو د هغوی ډیرو خلکو ترې مخ واړاو او نه يي اوري.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا قُلُوْبُنَا فِیْۤ اَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ وَفِیْۤ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّمِنْ بَیْنِنَا وَبَیْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ اِنَّنَا عٰمِلُوْنَ ۟
او وايي چې: زمونږ زړونه له هغه څه نه په پردو کې دي چې ته مونږ ورته بلي او په غوږونو کې مو دروندوالی دی او زمونږ او ستا په مینځ کې پرده ده. نو ته خپل کار کوه او مونږ به خپل کار کوو.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَاسْتَقِیْمُوْۤا اِلَیْهِ وَاسْتَغْفِرُوْهُ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ
ای محمده! ورته ووایه چې زه ستاسې په څیر یو انسان یم ما ته وحي کیږي چې: ستاسې معبود یکی یو الله دی نو تاسې باید مخامخ د هغه د مننې په لور ولاړ او له هغه نه بښنه وغواړئ. او هلاک او تباه شول مشرکان
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ لَا یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
هغه کسان چې زکات نه ورکوي او له اخرت نه هم منکر دي
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠
بې له شکه د هغو کسانو لپاره نه پرې کیدونکی اجر او ثواب دی چې ایمان يي راوړی. او نیکې کړنې يي خپلې کړي دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَىِٕنَّكُمْ لَتَكْفُرُوْنَ بِالَّذِیْ خَلَقَ الْاَرْضَ فِیْ یَوْمَیْنِ وَتَجْعَلُوْنَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— ذٰلِكَ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
ای پیغمبره! ورته ووایه: ایا تاسې په هغه ذات کافران کیږئ او شریکان ورسره نیسئ چې: ځمکه يې په دوه ورځو کې پیدا کړې ده؟ هو! همدا ذات د ټول عالم رب دی.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ مِنْ فَوْقِهَا وَبٰرَكَ فِیْهَا وَقَدَّرَ فِیْهَاۤ اَقْوَاتَهَا فِیْۤ اَرْبَعَةِ اَیَّامٍ ؕ— سَوَآءً لِّلسَّآىِٕلِیْنَ ۟
او په څلورو ورځو کې يي د هغې له پاسه کلک غرونه ښخ، هغه يي له برکتونو ډکه او د ټولو غوښتونکو د اړتیا وړ خوراکې مواد يې پکې برابر کړل.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ وَهِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْاَرْضِ ائْتِیَا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا ؕ— قَالَتَاۤ اَتَیْنَا طَآىِٕعِیْنَ ۟
بیا يي د اسمان په لور هڅه وکړه، او هغه هسې یو لوګی و. اسمان او ځمکې ته يي وویل: مینځ ته راشئ خوښه مو وي او که ناخوښه، دواړو وویل مونږ د فرمان منونکو په توګه مینځ ته راغلي یو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎萨特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭