Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 嘎萨特   段:
وَقَالُوْا لِجُلُوْدِهِمْ لِمَ شَهِدْتُّمْ عَلَیْنَا ؕ— قَالُوْۤا اَنْطَقَنَا اللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْطَقَ كُلَّ شَیْءٍ وَّهُوَ خَلَقَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
دوی به خپلو پوستکو ته ووایي ولې مو پر مونږ شاهدي وویله؟ هغوی به ځواب ورکړي چې مونږ هغه الله په خبرو راوستلو چې هر شی يي په خبرو راوستلی دی او هم يي تاسې لومړی خل پیدا کړئ او خاص د هغه په لور بیرته ورګرځول کیږئ.
阿拉伯语经注:
وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَتِرُوْنَ اَنْ یَّشْهَدَ عَلَیْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُكُمْ وَلَا جُلُوْدُكُمْ وَلٰكِنْ ظَنَنْتُمْ اَنَّ اللّٰهَ لَا یَعْلَمُ كَثِیْرًا مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او تاسې خپلې کړنې نه پټولي چې ګنې غوږونه او سترګې او پوستکي به مو درباندې شاهدي ووایې: بلکې باور مو وو چې الله ستاسې له ډیرو کارونو څخه خبر نه دی.
阿拉伯语经注:
وَذٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِیْ ظَنَنْتُمْ بِرَبِّكُمْ اَرْدٰىكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ مِّنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
او ستاستې همدغه ګومان چې په خپل رب مو کړی وو تاسې هالک کړئ نو ځکه اوس زیانمن شوي یاست.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ یَّصْبِرُوْا فَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ؕ— وَاِنْ یَّسْتَعْتِبُوْا فَمَا هُمْ مِّنَ الْمُعْتَبِیْنَ ۟
نو که اوس هر څه وزغمي اور يي ځای دی. او که د خلاصون او عفوې غوښتنه وکړي نو هم هیڅ به يي ونه منل شي.
阿拉伯语经注:
وَقَیَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَیَّنُوْا لَهُمْ مَّا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۚ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟۠
او مونږ ورته دوستان ټاکلي وو چې هغوی ورته وړاندې او وروسته هر څه ښایسته او د عذاب هغه خبره پرې پخه شوه چې له دوی نه وړاندې پیریانو او انسانانو په هکله را روانه وه. په رښتیا چې هغوی زیانمن وو.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَسْمَعُوْا لِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَالْغَوْا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُوْنَ ۟
او کافران وايي چې قران ته غوږ مه ږدئ بلکې د لوستلو په وخت کې پکې خلل واچوئ ښايي تاسې برلاسي شئ.
阿拉伯语经注:
فَلَنُذِیْقَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَذَابًا شَدِیْدًا وَّلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَسْوَاَ الَّذِیْ كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
مونږ به کافرانو ته د ډیر سخت عذاب خوند وروڅکو او د هغو بدو کړنو بدل به هرو، مرو ورکړو چې دوی یي کوي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ جَزَآءُ اَعْدَآءِ اللّٰهِ النَّارُ ۚ— لَهُمْ فِیْهَا دَارُ الْخُلْدِ ؕ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
د الله د دښمنانو جزا همدغه اور دی همغه کې يي تل تر تله کور دی. هو! دا د هغه څه بدل دی چې زمونږ له ایتونو نه به يي انکار کاو.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا رَبَّنَاۤ اَرِنَا الَّذَیْنِ اَضَلّٰنَا مِنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ اَقْدَامِنَا لِیَكُوْنَا مِنَ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
او هلته به کافران ووايې چې زمونږ ربه! هغه پیریان او انسانان مونږ ته راوښیه چې مونږ يي بې لارې کړي وو مونږ به يي له خپلو پښو لاندې کړو تر څو هغوی له هر چا نه ښکته او پریوتې وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎萨特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭