Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 嘎萨特   段:
وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنَّكَ تَرَی الْاَرْضَ خَاشِعَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ ؕ— اِنَّ الَّذِیْۤ اَحْیَاهَا لَمُحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او له نښو يي یوه دا ده. ته ګورې چې ځمکه وچه کلکه ویده پرته وي نو کله چې مونږ پرې اوبه راښکته کړو ناببره غوړیږي او پړسیږي. بې له شکه هغه ذات چې دا ځمکه راژوندۍ کوي مړي هم راژوندي کولای شي او په رښتیا چې هغه په هر څه توانا دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا لَا یَخْفَوْنَ عَلَیْنَا ؕ— اَفَمَنْ یُّلْقٰی فِی النَّارِ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ یَّاْتِیْۤ اٰمِنًا یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِعْمَلُوْا مَا شِئْتُمْ ۙ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
بې له شکه کوم کسان چې زمونږ په ایتونو کې تحریف کوي له مونږ نه پټ نه دي. ایا هغه څوک غوره دي چې په اور کې وغورزول شي او که هغه چې د قیامت په ورځ ډاډمن وي؟ څه مو چې خوښه وي هغه وکړئ بې له شکه چې الله ستاسې د ټولو کړنو ښه لیدونکی دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّهٗ لَكِتٰبٌ عَزِیْزٌ ۟ۙ
پخه خبره ده چې کومو کسانو ته ذکر رای او هغوی پرې کافران شول( نو خامخا به وربړول شي) او په رښتیا چې دا قران غوره او بې مثله کتاب دی.
阿拉伯语经注:
لَّا یَاْتِیْهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهٖ ؕ— تَنْزِیْلٌ مِّنْ حَكِیْمٍ حَمِیْدٍ ۟
ته ورته دمخ له لورې باطل راتلای شي او نه د شا له لوري. دا د حکیم او ستایلي شوي ذات رالیږلی کتاب دی.
阿拉伯语经注:
مَا یُقَالُ لَكَ اِلَّا مَا قَدْ قِیْلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَذُوْ مَغْفِرَةٍ وَّذُوْ عِقَابٍ اَلِیْمٍ ۟
ای پیغمبره! تاته چې څه ویل کیږي دا هغه خبرې دي چې له تا نه وړاندې پیغمبرانو ته هم شوي دي. په رښتیا چې ستا رب د پوره بښنې خاوند او هم د دردناک عذاب څښتن دی.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ جَعَلْنٰهُ قُرْاٰنًا اَعْجَمِیًّا لَّقَالُوْا لَوْلَا فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ ؕ— ءَاَؔعْجَمِیٌّ وَّعَرَبِیٌّ ؕ— قُلْ هُوَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هُدًی وَّشِفَآءٌ ؕ— وَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ فِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرٌ وَّهُوَ عَلَیْهِمْ عَمًی ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُنَادَوْنَ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟۠
او مونږ دا قران په کومه اعجمي ژبه لیږلی وای نو خامخا به يې ویلي وو چې : ولي يي ایتونه ښه نه دي څیړل شوي؟ د تعجب خبره ده چې کتاب اعجمي او پیغمبر يې عرب دی؟ ای پیغمبره! ورته ووایه چې دا قرآن د مؤمنانو لپاره ( هدایت) ښوونه او علاج دی. او هغه کسان چې ایمان نه راوړي غوږونه يي درانه، او قران پر هغوی حجت دی دا هغه کسان دي چې له لرې ځای نه پرې غږ کاوه شي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او بې له شکه چې مونږ موسی ته کتاب ورکړی او د هغه په برخه کې هم اختلاف شوی ؤ او که چیرې ستا د رب خبره( چې اخرنی عذاب به په قیامت کې وي) وړاندې نه وای شوې نو خامخا به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وای او پخه خبره ده چې دوی ټول د همغه کتاب په هکله پوره شکمن او په حیرانتیا کې ډوب دي.
阿拉伯语经注:
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ اَسَآءَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟
هر چا چې نیکې کړې د ځان لپاره يي کړې. او چا چې بدي کړې بده نتیجه يي د هغه په غاړه ده او ستا رب پر خپلو بنده ګانو هیڅکله ظلم نه کوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 嘎萨特
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭