Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
او ویل یي مونږ د ګردو کائناتو په رب ایمان راوړی دی.
阿拉伯语经注:
رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
چې د موسی او هارون رب دی.
阿拉伯语经注:
قَالَ فِرْعَوْنُ اٰمَنْتُمْ بِهٖ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّ هٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوْهُ فِی الْمَدِیْنَةِ لِتُخْرِجُوْا مِنْهَاۤ اَهْلَهَا ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
فرعون وویل: ایا تاسو زما له اجازې پرته ایمان راوړ؟ دا ستاسې یوه دسیسه وه چې په ښار کې مو سره تړلې وه تر څو ترې اصلي اوسیدونکي وباسئ. نو اوس به یې نتیجه ووینئ.
阿拉伯语经注:
لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
زه ستاسې لاسونه او پښې ادل بدل پرې او بیا به ټول په دار وڅړوم.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ
هغوی وویل: بې شکه مونږ به خپل رب ته بیرته ورشو.
阿拉伯语经注:
وَمَا تَنْقِمُ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاٰیٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ؕ— رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّتَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ ۟۠
او تا په مونږ کې پرته له دې بله ګناه نده لیدلې چې مونږ د خپل رب په هغو معجزو ایمان راوړ چې مونږ ته ډاګیزې او ثابتې شوي. ای زمونږ ربه! مونږ ته صبر راکړه او تا ته مو مسلمانان دروله.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اَتَذَرُ مُوْسٰی وَقَوْمَهٗ لِیُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَیَذَرَكَ وَاٰلِهَتَكَ ؕ— قَالَ سَنُقَتِّلُ اَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّا فَوْقَهُمْ قٰهِرُوْنَ ۟
د فرعون د قوم مشرانو وویل: ته موسی او د هغه قوم ته مخه ورکوې چې په ځمکه کې ګډوډي جوړه تا، او ستا خدایان پریږدي؟ فرعون وویل نه بلکې مونږ به يي نران ووژنو او ښځې به يي ژوندۍ پریږدو او مونږ پر هغوی برلاسي یو.
阿拉伯语经注:
قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اسْتَعِیْنُوْا بِاللّٰهِ وَاصْبِرُوْا ۚ— اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ ۙ۫— یُوْرِثُهَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
موسی خپل قوم ته وویل: له الله نه کومک وغواړئ. او صبر وکړئ بې شکه چې ځمکه د الله ده په خپلو بنده ګانو کې یې چې چاته خوښه شي په واک کې يي ورکوي. او بالاخره بری د پرهیزګارانو په برخه دی.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اُوْذِیْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِیَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ؕ— قَالَ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَیَسْتَخْلِفَكُمْ فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
قوم يي وویل ستا له راتګ نه وړاندې هم مونږ ځورول کیدو او دا دی ستا له راتګ نه وروسته هم. موسی ځواب ورکړ چې نژدې ده چې رب مو دښمن هلاک او په ځای يي تاسې د ځمکې واکمن کړي او وګوري چې تاسې څرنګه چال چلند کوئ.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَخَذْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِیْنَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
مونږ فرعونیان په کاتۍ او د میوو او حاصلاتو په کموالي اخته کړل کیدای شي چې هغوی پند واخلي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭