Check out the new design

《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَاِذْ قَالَتْ اُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا ۙ— ١للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰی رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
او کله چې د هغوی یوي ډلې بلې ته وویل چې تاسې ولې هغو خلکو ته پند او نصیحت کوئ چې الله به يي هلاک او یا به سخت عذاب ورکړي؟ ځواب یي ورکړ چې په دی تکل پند ورکوو چې ستاسې رب ته مو خپل معذرت وړاندی کړی وي او هم کیدای شي چې هغوی له ګناه څخه ځانونه وژغوري.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖۤ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ وَاَخَذْنَا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا بِعَذَابٍۭ بَىِٕیْسٍ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
چې ورکړای شوی پند يي هیر کړ نو مونږ هغه خلک خلاص کړل چې د بدۍ مخه يي نیول. او تیري کوونکي مو د هغوی د ګناهونو له کبله په سخت عذاب وربړول.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَّا نُهُوْا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِىِٕیْنَ ۟
او چې له منع شوو کارونو څخه د هغوی سرغړونه لوړ پړاو ته ورسیده نو مونږ ورته ویل چې سپک او رټل شوي بیزوګان شئ.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكَ لَیَبْعَثَنَّ عَلَیْهِمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ یَّسُوْمُهُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَسَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖۚ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او کله چې ستا رب اعلان وکړ چې خامخا به پر بني اسرائیلو داسې څوک مسلطوي چې تر قیامته به يي په سخت عذاب ربړوي. بې له شکه چې ستا د رب عذاب ډیر ژر راځي او بې شکه چې الله ډير بښونکی خورا مهربان دی.
阿拉伯语经注:
وَقَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا ۚ— مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَمِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ ؗ— وَبَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَالسَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ هغوی په ځمکه کې خواره واره کړل چې ځیني يې نیکان او ځيني يي پریوتي وو. او په ښه او بد ژوند سره مو وازمایل کیدای شي چې هغوی بیرته د الله په لور وګرځي.
阿拉伯语经注:
فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَیَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ ؕ— اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوْا مَا فِیْهِ ؕ— وَالدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
خو هغوی چې له دوی وروسته پاتې او د تورات وارثان شول یوازې دنیوي ګټې اخلي او وايي چې: الله به بښنه راته وکړي او چې هر څومره ګټې يي مخې ته ورځي دریغ ترې نه کوي ایا له هغوی نه د تورات په واسطه وعده نه وه اخیستل شوې چې په الله به پرته له حق نه بل څه نه وایې؟ هغوی د کتاب لیکنه په بشپړ ډول لوستلې وه. او د اخرت کور د هغو خلکو لپاره ډیر غوره ځای دی چې ځانونه له بدیو څخه ژغوري. ایا له عقل څخه کار نه اخلئ؟.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ یُمَسِّكُوْنَ بِالْكِتٰبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟
او کومو کسانو چې په کتاب منګولي لګوي او لمونځ ودروي د هغوی په هکله دا خبره پخه ده چې مونږ د نیکو کارانو بدل نه ضایع کوو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 毛录维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭