Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 * - 译解目录


含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا ٚ— وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟
دواړو وویل ای زمونږ ربه! مونږ په خپلو ځانونو تیری کړی دی که ته راته راته بښنه ونه کړې او راباندې مهربان نه شې نو مونږ به خامخا له زیان کارانو نه وو.
阿拉伯语经注:
قَالَ اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
الله پاک وفرمایل: ښکته شئ ځینې ستاسې به د ځینو دښمنان وي. او ستاسې لپاره ترې ټاکلې مودې پورې په ځمکه کې د اوسیدلو ځای او د ژوند وسایل دي.
阿拉伯语经注:
قَالَ فِیْهَا تَحْیَوْنَ وَفِیْهَا تَمُوْتُوْنَ وَمِنْهَا تُخْرَجُوْنَ ۟۠
او هم یې وفرمایل: په ځمکه کې ستاسې ژوند او مرګ دی او له همغې نه به بیرته راویستلی شئ.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْاٰتِكُمْ وَرِیْشًا ؕ— وَلِبَاسُ التَّقْوٰی ۙ— ذٰلِكَ خَیْرٌ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
ای د ادم اولادې! مونږ تاسې ته کالي در کړي چې شرم ځایونه مو وپوښي او د بدن د ساتنې او ښکلا وسیله مو وي. د تقوا او پرهیزګارۍ کالي تر ټولو غوره دي. دا د الله له نښو څخه یوه نښه ده پکاره ده چې هغوی پرې پند واخلي.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ لَا یَفْتِنَنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ كَمَاۤ اَخْرَجَ اَبَوَیْكُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْاٰتِهِمَا ؕ— اِنَّهٗ یَرٰىكُمْ هُوَ وَقَبِیْلُهٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
ای د ادم اولادې! باید شیطان مو په فتنه کې وانه اچوي لکه څنګه یې چې ستاسې مور او پلار له جنت نه بیرون کړي او لباس یې ترې ویستلی ؤ تر څو یې د شرم ځایونه وربر بنډ کړي. خبره همدا ده چې شیطان او د هغه لښکر تاسې له هغې خوا نه ویني یې نه وینئ . مونږ شیطانان د هغو خلکو دوستان ګرځولي دي چې ایمان نه راوړي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهَاۤ اٰبَآءَنَا وَاللّٰهُ اَمَرَنَا بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
کله چې هغوی کوم د شرم کار کړی نو وايې چې همدا زمونږ د پلرونو کاروو. او الله هم راته پرې امر کړی دی. ای محمده! ووایه چې الله پاک د بدۍ امر نه کوي. ایا په الله پورې هغه خبري تړئ چې تاسې پرې نه پوهیږئ؟
阿拉伯语经注:
قُلْ اَمَرَ رَبِّیْ بِالْقِسْطِ ۫— وَاَقِیْمُوْا وُجُوْهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ۬— كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُوْدُوْنَ ۟ؕ
ای محمده! ووایه: زما رب په انصاف امر کړی او غوښتې یې دي چې په هر لمانځه کې د هغه په لور مخونه سم کړئ. په داسې حال کې يې راوبلئ چې خپل دین مو سوچه د هغه لپاره ګرځولی وي او لکه څنګه یې چې لومړنی ځل پیدا کړي ياست په همغه شان به بیا د هغه لور ته ورستنیږئ.
阿拉伯语经注:
فَرِیْقًا هَدٰی وَفَرِیْقًا حَقَّ عَلَیْهِمُ الضَّلٰلَةُ ؕ— اِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
ځینو ته الله پاک لار ښوولې او د څینو یې بې لارې په برخه کړې ده. ځکه چې هغوی پرته له الله نه شیطانان خپل دوستان نیولي او ګومان کوي چې په سمه لار روان دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 萨尔弗拉兹 - 译解目录

古兰经普什图文译解,由毛拉维·贾恩巴兹·萨尔法拉兹翻译

关闭