ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی سوره: سوره ضحى   آیه:

الضحى

از اهداف این سوره:
بيان عناية الله بنبيه في أول أمره وآخره.
د الله له لوري خپل نبي ته د امر په پيل او پای کې د پاملرنې بيان.

وَالضُّحٰی ۟ۙ
الله د ورځې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه.
تفسیرهای عربی:
وَالَّیْلِ اِذَا سَجٰی ۟ۙ
او پر شپه يې لوړه وکړه، کله چې تياره شي او خلک له خوځښته پکې آرامه شي.
تفسیرهای عربی:
مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلٰی ۟ؕ
اې رسوله! پالونکي دې نه پرې اېښی يې او نه يې بد اېشېدلی يې، لکه مشرکان چې وايي، کله چې وحي ( د يوڅه مودې لپاره) قطع شوه.
تفسیرهای عربی:
وَلَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰی ۟ؕ
او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی؛ ځکه هلته داسې تلپاتې نعمتونه دي چې نه ختميږي.
تفسیرهای عربی:
وَلَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰی ۟ؕ
او ژر به تاته او امت ته دې دومره لویه بدله درکړي، چې پر هغه څه به راضي شې چې تاته او ستا امت ته يې ورکړي دي.
تفسیرهای عربی:
اَلَمْ یَجِدْكَ یَتِیْمًا فَاٰوٰی ۪۟
او پرته له شکه ته يې کوچنی داسې وموندلې چې پلار دې مړ و، نو تا لره يې هستوګنځی درکړ، داسې چې ستا نيکه عبدالمطلب يې درباندې مهربانه کړ، بيا ستا تره (کاکا) ابوطالب.
تفسیرهای عربی:
وَوَجَدَكَ ضَآلًّا فَهَدٰی ۪۟
او په داسې حال کې يې وموندلې چې نه دې کتاب او نه دې ايمان پېژندلو، نو له دغه يې هغه څه دروښودل چې نه پرې پوهېدلې.
تفسیرهای عربی:
وَوَجَدَكَ عَآىِٕلًا فَاَغْنٰی ۟ؕ
او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړلې.
تفسیرهای عربی:
فَاَمَّا الْیَتِیْمَ فَلَا تَقْهَرْ ۟ؕ
نو له هغه چا سره سخته معامله مه کوه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی وي او مه يې سپکوه.
تفسیرهای عربی:
وَاَمَّا السَّآىِٕلَ فَلَا تَنْهَرْ ۟ؕ
او اړ سوالګر مه رټه.
تفسیرهای عربی:
وَاَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ۟۠
د الله د نعمتونو شکر وباسه او ښکارندويي يې کوه.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه لا تدانيها منزلة.
د نبي صلی الله عليه وسلم مرتبه د خپل پالونکي په وړاندې داسې ده چې هيڅ مرتبه ورته نېږدې کېدای نه شي.

• شكر النعم حقّ لله على عبده.
پر نعمت شکر اېستل د الله پر خپل بنده حق دی.

• وجوب الرحمة بالمستضعفين واللين لهم.
پر کمزورو خلکو د لورېينې لازموالی او له هغه سره نرمي کول.

 
ترجمهٔ معانی سوره: سوره ضحى
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن