Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
اَوَلَا یَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟
نو ایا دوی نه پوهیږي چې بې شکه الله ته هغه معلوم دي چې دوي یې پټوي او هغه هم چې دوي يې ښکاره کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمِنْهُمْ اُمِّیُّوْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ الْكِتٰبَ اِلَّاۤ اَمَانِیَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟
ځینې یې نالوسته دي په کتاب( تورات) نه پوهیږي خو یوازې په هیلو او ارزوګانو ښه پوهیږي، او ټول کار یې په اټکل ولاړ دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ یَكْتُبُوْنَ الْكِتٰبَ بِاَیْدِیْهِمْ ۗ— ثُمَّ یَقُوْلُوْنَ هٰذَا مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ لِیَشْتَرُوْا بِهٖ ثَمَنًا قَلِیْلًا ؕ— فَوَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا كَتَبَتْ اَیْدِیْهِمْ وَوَیْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا یَكْسِبُوْنَ ۟
نو هغو ته هلاکت دی چې یو شی په خپل لاس ولیکي او بیا وايي چې دا د الله پاک رالیږلې لیکنه ده، تر څو په دې توګه ډیرې لږې پیسې تر لاسه کړي نو د دوي د لاسونو د لیک له کبله ورته هلاکت دی، او هم ورته هلاکت دی د هغوی د نا څیزې ګټې له کبله.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالُوْا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ اِلَّاۤ اَیَّامًا مَّعْدُوْدَةً ؕ— قُلْ اَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللّٰهِ عَهْدًا فَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ عَهْدَهٗۤ اَمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
دوی دا هم وایې چې مونږ ته اور نه رسیږي خو بیا هم که چیرې اور وي نو یو څو د ګوتو په شمیر ورځې به وي. محمده! ( صلی الله علیه وسلم) ورته ووایه که له الله څخه مو په دی برخه کې کومه وعده تر لاسه کړي وي نو هغه بیا له خپلې وعدې څخه هیڅکله نه تیریږي او که په الله پورې هغه څه تړئ چې تاسې هم پرې نه پوهیږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
بَلٰی مَنْ كَسَبَ سَیِّئَةً وَّاَحَاطَتْ بِهٖ خَطِیْٓـَٔتُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
نه هر ګز نه بلکې هر چا چې یو بد کار( ګناه او شرک) وکړ او بیا یې دا ګناه هومره ډیره شي چې چاپیریال یې ټول ونیسي نو دا ډول خلک د اور انډیوالان دي او د تل لپاره به پکې پاتې شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟۠
او هغو کسانو چې ایمان راوړی، او نیک کارونه ئې کړي نو دوي د جنت انډیوالان دي او د تل لپاره به په جنت کې اوسیږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ لَا تَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ ۫— وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا وَّذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَقُوْلُوْا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ؕ— ثُمَّ تَوَلَّیْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْكُمْ وَاَنْتُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟
او هغه وخت را په زړه کړئ چې مونږ له بني اسرائیلو څخه ژمنه واخیسته چې پرته له الله څخه به د بل هیچا او هیڅ شي عبادت نه کوئ او د مور او پلار، خپلوانو، یتیمانو او بې وسانو سره به نیکي کوئ او ټولو خلکو ته به غوره خبرې کوئ او لمونځونه به په بشپړ ډول ادا کوئ او زکاتونه به ورکوئ، خو ستاسو له لږو خلکو څخه پرته نورو ټولو(تړون) ژمنه ماته او د بیرته راستنیدلو په تکل کې نه یاست.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക