Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
سَیَقُوْلُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰىهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِیْ كَانُوْا عَلَیْهَا ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ؕ— یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ناپوه خلک به ډیر ژر ووایې چې څه شي مسلمانان له هغې قبلې څخه وګرځول چې تر اوسه یې ورته مخ کړی ؤ، ورته ووایه چې ختیځ او لویدیځ ټول د الله دي د الله چې چا ته خوښه شي نو سمه لیار ورته ښايي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنٰكُمْ اُمَّةً وَّسَطًا لِّتَكُوْنُوْا شُهَدَآءَ عَلَی النَّاسِ وَیَكُوْنَ الرَّسُوْلُ عَلَیْكُمْ شَهِیْدًا ؕ— وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِیْ كُنْتَ عَلَیْهَاۤ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یَّتَّبِعُ الرَّسُوْلَ مِمَّنْ یَّنْقَلِبُ عَلٰی عَقِبَیْهِ ؕ— وَاِنْ كَانَتْ لَكَبِیْرَةً اِلَّا عَلَی الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِیْعَ اِیْمَانَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
او په همدې توګه مونږ تاسې یو غوره امت ګرځولي یاست تر څو تاسې پر ګرد بشریت شاهدان واست، او پیغمبر پر تاسې شاهد وي، پخوانۍ قبله مو یوازې ددې لپاره درته غوره کړې وه چې هغه خلک په ډاګ کړو چې د رسول اطاعت کوي له هغو څخه چې په شا اوړي، هو! دا خورا دروند کار ؤ خو هغو ته دروند نه و چې الله ورته لیار ښولې وه باید پوه شئ چې الله ستاسې ایمان نه ضایع کوي ځکه الله پر خلکو خورا ډير مهربان او لوروونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَدْ نَرٰی تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِی السَّمَآءِ ۚ— فَلَنُوَلِّیَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضٰىهَا ۪— فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَحَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ لَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
مونږ همیش ستا مخ لیدلو چې د اسمان په لور به دې اړاو( چې قبله دې بدله شي) ډير ژر به مونږ تا هغې قبلې ته واړو چې ستا خوښه ده نو مخ دې د مسجد حرام په لور وګرځوه او په هر ځای کې چې واست نو مخونه مو د مسجد حرام په لور وګرځوئ، او اهل کتاب په دې ښه پوهیږي چې ستا نوې قبله په رښتیا د هغوی د رب له لورې ګرځيدلې ده، الله پاک د هغوی له کړنو څخه ناخبره نه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَىِٕنْ اَتَیْتَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ بِكُلِّ اٰیَةٍ مَّا تَبِعُوْا قِبْلَتَكَ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ— وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— اِنَّكَ اِذًا لَّمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۘ
که اهل کتابو ته هره نښه ( او دلیل) وړاندې کړې ستا قبله نه مني او نه ته د هغوی قبله منې او هغوی په خپلو مینځونو کې هم په یوه قبله نه دي راټول شوي نو که سره له دې چې تاته پوره معلومات درکړ شوي دي بیا هم د هغوی هیلو ته سر ټیټ کړې نو بې له شکه به ته د ظالمانو له ډلې څخه یې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക