Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تُحِبُّوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟۠
پر تاسې جنګ فرض کړای شوی دی، که څه هم تاسې یې نه خوښوئ او شاید تاسې یو شې بد وګڼئ خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي او شاید تاسې یو څیز خوښ کړئ خو هغه به ستاسې لپاره شر او بد وي الله پاک ښه پوهیږي او تاسې نه پوهیږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِیْهِ ؕ— قُلْ قِتَالٌ فِیْهِ كَبِیْرٌ ؕ— وَصَدٌّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَكُفْرٌ بِهٖ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۗ— وَاِخْرَاجُ اَهْلِهٖ مِنْهُ اَكْبَرُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَالْفِتْنَةُ اَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ؕ— وَلَا یَزَالُوْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰی یَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِیْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا ؕ— وَمَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
دوی له تا څخه په حرامو میاشتو کې د جنګ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه په دې میاشتو کې جنګ لویه ګناه ده خو د الله له لیارې څخه منع کول، په الله کافریدل، او له مسجد الحرام څخه د خلکو بندول، او اوسیدونکي یې ترې ویستل د الله جل جلاله په وړاندې ډیره زیاته لویه ګناه ده او برسیره په دې فتنه او فساد له وژنې څخه هم لوی جرم دی، او کافران به تل له تاسې سره په جنګ وي تر څو که توان یې ورسي چې تاسې له خپل دین څخه واړه وي ـ او ستاسې هر څه چې له خپل دین څخه واړوي او بیا په کفر کې مړ شي نو ټولې نیکې کړنې یې په دنیا او اخرت کې بابیزه او ضایع شوې، او دا وړ خلک د اور څښتنان دي چې تل به پکې وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
په یقین سره کومو کسانو چې: ایمان راوړی او کومو کسانو چې د الله په لیار کې هجرت او جهاد کړی دی نو همدوی د الله جل جلاله د رحمت او مهربانۍ هیله من دي او الله پاک بښونکی او مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ ؕ— قُلْ فِیْهِمَاۤ اِثْمٌ كَبِیْرٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ ؗ— وَاِثْمُهُمَاۤ اَكْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ۬— قُلِ الْعَفْوَؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ ۟ۙ
دوی له تا څخه د شرابو او جووارۍ په هکله پوښتنه کوي، ورته ووایه چې په دې دواړو کې لویه ګناه ده او د خلکو لپاره څه ګټې هم شته خو ګناه یې تر ګټې خورا لویه ده او دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې کوم مال خیرات کړي؟ ورته ووایه هغه مال چې له دوی څخه زیات وي په همدې توګه الله پاک تاسې ته خپل ایاتونه او احکام بیانوي تر څو تاسې د دنیا او اخرت دواړو په هکله ژور فکر وکړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക