Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الْمَلَاِ مِنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی ۘ— اِذْ قَالُوْا لِنَبِیٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— قَالَ هَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ اَلَّا تُقَاتِلُوْا ؕ— قَالُوْا وَمَا لَنَاۤ اَلَّا نُقَاتِلَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَقَدْ اُخْرِجْنَا مِنْ دِیَارِنَا وَاَبْنَآىِٕنَا ؕ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
تا ته د بنې اسرائیلو د هغې ډلې حال نه دی معلوم؟ چې له موسی وروسته یې خپل پیغمبر ته وویل مونږ ته یو پاچا وټاکه چې دالله په لیار کې جنګ وکړو پیغمبر ورته وویل ایا ستاسې په هکله دا انګیرلای شي چې که پر تاسې جنګ فرض شي ګنې تاسې به جنګ ونه کړئ؟ هغوی وویل: مونږ به ولې د الله په لیار کې نه جنګیږو؟ سره له دې چې مونږ له وطن څخه شړل شوي او له اولادونو څخه جلا کړای شوي یو، خو کله چې پر هغوی جنګ فرض شو نو پرته له لږو خلکو نور ټول په شا ولاړل او الله پاک تیري کوونکي ډیر ښه پیژني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اللّٰهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوْتَ مَلِكًا ؕ— قَالُوْۤا اَنّٰی یَكُوْنُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَیْنَا وَنَحْنُ اَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ یُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ ؕ— قَالَ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰىهُ عَلَیْكُمْ وَزَادَهٗ بَسْطَةً فِی الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ؕ— وَاللّٰهُ یُؤْتِیْ مُلْكَهٗ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
او پیغمبر یې ورته وویل: چې په یقین سره الله پاک طالوت ستاسې د پاچایې لپاره ټاکلې دوي وویل: هغه به څرنګه پر مونږ پاچايې کوي؟ مونږ د هغه په پرتله د پاچایې ډير وړ یو او هغه ته لا ډیر مال هم نه دی ورکړل شوی، پیغمبر وفرمایل: خبره همدا ده چې هغه الله پر تاسې غوره کړی دی او هم یې د علم او تن په پیاوړتیا کې پر تاسې لوړ کړی دی او دالله چې چا ته خوښه شي خپله پاچایې ورکوي هغه د ډیر پراخ فضل او پوره پوهې څښتن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَ لَهُمْ نَبِیُّهُمْ اِنَّ اٰیَةَ مُلْكِهٖۤ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ التَّابُوْتُ فِیْهِ سَكِیْنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَبَقِیَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ اٰلُ مُوْسٰی وَاٰلُ هٰرُوْنَ تَحْمِلُهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟۠
پیغمبر یې ورته وفرمایل: د هغه د پاچایې نښه دا ده چې تاسې ته به یو صندق راشي په هغه کې به ستاسې د رب له لورې د زړونو ډاډ وي او ځینې هغه څیزونه به هم وي چې د موسی او هارون کورنۍ پریښي دي دا صندق به ملایکې ستاسې په وړاندې راوړي که تاسې یي منئ نو په دې کار کې ستاسې لپاره خورا لویه نښه شته.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക