Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
لَیْسَ الْبِرَّ اَنْ تُوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالْكِتٰبِ وَالنَّبِیّٖنَ ۚ— وَاٰتَی الْمَالَ عَلٰی حُبِّهٖ ذَوِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ۙ— وَالسَّآىِٕلِیْنَ وَفِی الرِّقَابِ ۚ— وَاَقَامَ الصَّلٰوةَ وَاٰتَی الزَّكٰوةَ ۚ— وَالْمُوْفُوْنَ بِعَهْدِهِمْ اِذَا عٰهَدُوْا ۚ— وَالصّٰبِرِیْنَ فِی الْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ وَحِیْنَ الْبَاْسِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُتَّقُوْنَ ۟
نیکي یوازې دا نه ده چې تاسې خپل مخونه د ختیځ یا لویدیځ لور ته واړوۍ بلکې : نیکي د هغه چا ده چې په الله پاک او په اخرنۍ ورځ، ملایکو، کتابونو او پیغمبرانو یې ایمان راوړی او زړه ته نژدې مال یې خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو، مسافرو، سوال کوونکو او د غلامانو په ازاده ولو کې ورکړی وي لمونځونه یې ودرولي، او زکاتونه یې ورکړي وي، د خپلو وعدو پوره کوونکي، او د سختیو، مرضونو، او جګړې په وخت کې صبر کوونکي وي، هو! همدا رښتینې او همدا پرهیزګار خلک دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِصَاصُ فِی الْقَتْلٰی ؕ— اَلْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْاُ بِالْاُ ؕ— فَمَنْ عُفِیَ لَهٗ مِنْ اَخِیْهِ شَیْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ وَاَدَآءٌ اِلَیْهِ بِاِحْسَانٍ ؕ— ذٰلِكَ تَخْفِیْفٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ؕ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ
ای مؤمنانو! د وژلو شوو په هکله پر تاسې قصاص فرض شوی دی چې : ازاد په ازاد، مرئې په مرئي او ښځه په ښځه قصاصیږي، نو که کوم قاتل ته د هغه د عقیدې د ورور ( د مقتول د ورثې) له لورې بښنه وشي نو د وژل شوي ورثه دې په غوره ډول دیت وغواړي او قاتل یې هم باید په خورا غوره ډول ورکړي دا کارونه ستاسې د رب له لورې اسانتیا او مهرباني ده او چا چې له عفوې وروسته تیر وکړ، نو هغه ته دردناک عذاب دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَكُمْ فِی الْقِصَاصِ حَیٰوةٌ یّٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟
ای د عقل څښتنانو! په قصاص کې ستاسې ژوندون دی ښائیږي تاسې ځانونه وژغورئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
كُتِبَ عَلَیْكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ اِنْ تَرَكَ خَیْرَا ۖۚ— ١لْوَصِیَّةُ لِلْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ
پر تاسې فرض شوي دي چې که د یو چا اخرنۍ سلګۍ وي او مال یې پریښی و چې: د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښه ډول وصیت وکړي دا یو حق دی پر پرهیزګارانو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَمَنْ بَدَّلَهٗ بَعْدَ مَا سَمِعَهٗ فَاِنَّمَاۤ اِثْمُهٗ عَلَی الَّذِیْنَ یُبَدِّلُوْنَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ؕ
نو که څوک وصیت واوري او بیا یې بدل کړي، نو ګناه یې یوازې پر هغو ده چې بدلوي يي بې شکه چې الله پاک ښه اوریدونکې او پوه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക