د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړ - مرکز رواد الترجمة * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: القلم   آیت:

القلم

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ
ن [1] قسم دى پر قلم او پر هغه څه چې ليكي يې.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
عربي تفسیرونه:
مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ
نه يې ته په نعمت د رب ستا لیونی.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ
او بېشكه ستا لپاره هرومرو نه ختمېدونكې بدله ده.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟
او ته په رېښتيا پر سترو اخلاقو (سم) يې.
عربي تفسیرونه:
فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو زر دی چې به ته هم ووینې او هغوى به هم وويني.
عربي تفسیرونه:
بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟
چې له تاسو په كوم يوه كې لېونتوب دى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
په رېښتيا همغه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه په لار موندونكو هم ښه پوه دى.
عربي تفسیرونه:
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
نو د درواغ ګڼونكو پيروي مه کوه.
عربي تفسیرونه:
وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟
هغوى غواړي چې ته نرمي وكړې نو هغوى به هم نرمي وکړي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
او مه د هر قسم خور سپك (سړي) پيروي کوه.
عربي تفسیرونه:
هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ
چې عیب ویونکی، او د خبرو وړونكى راوړونكى [چغلي کوونکی] وي.
عربي تفسیرونه:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د نېكۍ ايساروونكى، تېرى كوونكى ډیر بد کاره وي.
عربي تفسیرونه:
عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ
بد زبانه سخت زړی دی (او) له دې (ټولو) وروسته ارمونی (حرامي) هم دى.
عربي تفسیرونه:
اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ
په دې چې هغه د مال او زامنو څښتن دى.
عربي تفسیرونه:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
كله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي، وايي د پخوانيو کيسې دي.
عربي تفسیرونه:
سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟
موږ به يې زر پر پوزه داغ وركېږدو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
په رېښتيا چې هغوى (مكى والا) مو داسې وازمويل لكه د يو بڼ څښتنان مو چې ازمويلي وو، کله چې هغوى قسم وكړ چې هرومرو به يې سهار وختي مېوې شكوي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟
او ان شاء الله يې نه ويل.
عربي تفسیرونه:
فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟
نو راغی د شپې په هغې باندې د شپې راتلونکی عذاب له طرفه د رب ستا نه او دوی ویده وو.
عربي تفسیرونه:
فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ
نو د رېبلي كښت غوندې شو.
عربي تفسیرونه:
فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
بيا يې سهار يو بل ته نارې كړې.
عربي تفسیرونه:
اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟
چې خپل كښت ته به وختي ځئ كه د مېوې راټولوونكي ياست.
عربي تفسیرونه:
فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ
نو روان شول او پټ پټ سره غږېدل.
عربي تفسیرونه:
اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ
چې نن خو به هلته يو بې وزله هم درباندې رانه شي.
عربي تفسیرونه:
وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟
او سهار وختي په ايسارولو (ښه) برلاسي روان شول.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
خو كله يې چې وليد، وېلې: هرومرو مو لار غلطه كړې.
عربي تفسیرونه:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
نه، بلكې موږ (لكه چې) بې برخې شوي يو.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟
تر ټولو منځني (غوره) يې وويل: ما نه درته ويل چې ولې تسبيح نه وايئ؟
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
(بيا) هغوى (ټولو) وويل: زموږ پالونکي لره پاكي ده، په رېښتيا موږ ظالمان وو.
عربي تفسیرونه:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟
نو ځينو يې پر ځينو پړه سره اچوله.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟
دوی وویل: هاى بربادي ده موږ لره، یقینا موږ یو د حد نه تېریدونکي.
عربي تفسیرونه:
عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟
ښايي زموږ رب په بدل كې ترې ښه (باغ) راكړي، موږ د خپل رب لور ته ورګرځو.
عربي تفسیرونه:
كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
عذاب همداسې وي او د آخرت عذاب له دې هم لا ډېر لوى دی، خو كاشكې هغوى پوهېدلاى.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
پرته له شکه د ځان ساتونکو لپاره يې له خپل پالونکي سره له نعمتونو ډك جنتونه دي.
عربي تفسیرونه:
اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
نو آيا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو.
عربي تفسیرونه:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
آيا له تاسي سره كوم كتاب دى چې په هغه کې لوستل کوئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ
چې تاسې لپاره هلته هرومرو همغه څه دي چې خوښوئ يې؟
عربي تفسیرونه:
اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
يا تاسې لره تر قيامته پر موږ دا ژمنې دي چې ستاسو لپاره به همغه څه وي چې تاسې خپله يې پرېكړه كوئ؟
عربي تفسیرونه:
سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ
ويې پوښته چې كوم يو يې په دې خبره ضامن دى.
عربي تفسیرونه:
اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟
يا د هغوى څه شريكان دي (چې ذمه يې وهلې) نو خپل شريكان دې راولي، كه هغوى رېښتيني وي.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ
په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او هغوى سجدې كولو ته وبلل شي نو بيا به يې نه شي كولاى.
عربي تفسیرونه:
خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟
سترګې به يې ټېټې او رسوايي به پرې خپرېدونكې وي. حال دا چې (په دنيا كې) سجدې ته بلل كېدل او هغوى روغ جوړ وو.
عربي تفسیرونه:
فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
نو ته ما او هغه څوك سره پرېږده چې دا خبره درواغ ګڼي. موږ به يې داسې په كرار كرار راونيسو چې هغوى به نه پوهيږي.
عربي تفسیرونه:
وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟
او مهلت وركوم، بېشکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
عربي تفسیرونه:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ
آيا ته څه بدله ترې غواړې چې هغوى د تاوان تر پېټي لاندې درانه شوي.
عربي تفسیرونه:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
يا له هغوى سره د پټو پوهه ده چې هغوى يې ليكي.
عربي تفسیرونه:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ
نو د خپل رب حكم ته صبر كوه او د ماهی والا غوندې مه كېږه چې نارې يې كړې او له غمه ډك شوى و.
عربي تفسیرونه:
لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟
كه د هغه د پالونکي لخوا لورينه ورباندې نه واى شوې نو هرومرو به ملامت شوى په يوه سپېره ډاګ غورځېدلى و.
عربي تفسیرونه:
فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
خو خپل پالونکي يې غوره کړ او له نېکانو يې وګرځولو.
عربي تفسیرونه:
وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ
او كله چې هغه کسان چې کفر يې کړی دا نصيحت اوري نو نېږدې وي چې په خپلو سترګو دې له ځايه وښويوي او وايي چې هغه هرومرو لېونى دى.
عربي تفسیرونه:
وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
حال دا چې هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له يو پنده بل څه نه دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: القلم
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړ - مرکز رواد الترجمة - د ژباړو فهرست (لړلیک)

پښتو ژبې ته د قرآن کریم د معناګانو ژباړه، دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة اړوند د اسلام هاوس ویب پاڼې په همکارۍ سره د یو ټیم لخوا تر سره شوې ده. IslamHouse.com.

بندول