Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 开海菲   段:
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا ؗ— لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا ۟
نو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ ؗ— وَمَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ ۚ— وَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ ۖۗ— عَجَبًا ۟
(ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله.
阿拉伯语经注:
قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۖۗ— فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًا ۟ۙ
موسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول.
阿拉伯语经注:
فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا ۟
نو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و.
阿拉伯语经注:
قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ۟
موسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
هغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى.
阿拉伯语经注:
وَكَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا ۟
او په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر.
阿拉伯语经注:
قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّلَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا ۟
موسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم.
阿拉伯语经注:
قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ۟۠
ويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې.
阿拉伯语经注:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا ؕ— قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا ۚ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا ۟
نو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
هغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟
阿拉伯语经注:
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَلَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا ۟
(موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه.
阿拉伯语经注:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ ۙ— قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةً بِغَیْرِ نَفْسٍ ؕ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا ۟
بيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 开海菲
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭