Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 开海菲   段:
قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ ۚ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ ۚ— وَكَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّا ۟ؕ
(ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا ۟ۙ
او په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو.
阿拉伯语经注:
وَّعَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَا ۟ۙ
او په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو.
阿拉伯语经注:
١لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَكَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا ۟۠
هغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه.
阿拉伯语经注:
اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا ۟
نو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى.
阿拉伯语经注:
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًا ۟ؕ
ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَهُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا ۟
هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا ۟
دا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَرُسُلِیْ هُزُوًا ۟
(خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ۟ۙ
يقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي.
阿拉伯语经注:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا ۟
تل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي.
阿拉伯语经注:
قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۟
ووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّلَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا ۟۠
ووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 开海菲
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭