Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 开海菲   段:
قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟
هغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى.
阿拉伯语经注:
قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ ۚ— قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا ۟
موسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې.
阿拉伯语经注:
فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ ١سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ ؕ— قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا ۟
بيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه.
阿拉伯语经注:
قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَبَیْنِكَ ۚ— سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟
(خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى.
阿拉伯语经注:
اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا ۟
هر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله.
阿拉伯语经注:
وَاَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۟ۚ
او هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي.
阿拉伯语经注:
فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّاَقْرَبَ رُحْمًا ۟
نو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي.
阿拉伯语经注:
وَاَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَكَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَكَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا ۚ— فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَیَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا ۖۗ— رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ۚ— وَمَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ ؕ— ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟ؕ۠
او هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى.
阿拉伯语经注:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ
او له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 开海菲
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭