Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 开海菲   段:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ اَكْثَرَ شَیْءٍ جَدَلًا ۟
او یقینا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر قسم بیان کړی دی، خو انسان له هر شي زيات جګړه مار دى.
阿拉伯语经注:
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰی وَیَسْتَغْفِرُوْا رَبَّهُمْ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ۟
او كله چې خلكو ته هدايت راغى نو څه شي له دې ايسار كړل چې ايمان راوړي او خپل رب نه بخښنه وغواړي؟ پرته له دې چې (هماغه) د پخوانيو (مجرمانو) دستور (چې هلاكت دى) ورسره وشي يا مخامخ عذاب ورته راشي.
阿拉伯语经注:
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— وَیُجَادِلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَمَاۤ اُنْذِرُوْا هُزُوًا ۟
او موږ رسولان له دې پرته چې زېرى وركوونكي به وى، بل څه لپاره نه لېږو، او كافران د باطل په وسيله د حق له منځه وړلو لپاره جګړه كوي او زما پر آيتونو او هغو اخطارونو چې دوى ته وركړى شوي ملنډې وهي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ فَاَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِیَ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ تَدْعُهُمْ اِلَی الْهُدٰی فَلَنْ یَّهْتَدُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟
او تر هغه به لا بل كوم ظالم وي چې د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته وشي خو دى ترې مخ واړوي او هغه څه هېر كړي چې خپلو لاسو يې وړاندې لېږلي، بې شکه موږ د هغوى په زړونو پردې اچولې چې ورباندې پوه نه شي او په غوږنو كې يې كوڼوالى دى او كه ته يې سمې لارې ته رابولي بيا هم هېڅكله، دوى لار موندونكي نه دي.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ الْغَفُوْرُ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— لَوْ یُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوْا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ؕ— بَلْ لَّهُمْ مَّوْعِدٌ لَّنْ یَّجِدُوْا مِنْ دُوْنِهٖ مَوْىِٕلًا ۟
او ستا رب بخښونكى، د رحمت خاوند دى، كه په هغه ګناه يې نيولي واى چې كړې يې ده نو سمدلاسه به يې عذاب ورته رالېږلى و، خو هغوى لره يوه نېټه ټاکل شوې چې بيا به له هغه پرته بل د پټېدو ځاى ونه مومي.
阿拉伯语经注:
وَتِلْكَ الْقُرٰۤی اَهْلَكْنٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَّوْعِدًا ۟۠
او دا كلي موږ هغه وخت تباه كړل چې كله يې ظلم وكړ او د دوى د هلاكت لپاره مو يوه نېټه ټاكلې وه.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا ۟
او كله چې موسىٰ خپل ځوان (خدمتګار) ته وويل: تر هغه به ځمه چې د دواړو سيندونو يو ځاى كېدو (سيمې) ته ورسېږم، كنه تر ډېرو زمانو به همداسې روان يم.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَیْنِهِمَا نَسِیَا حُوْتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ سَرَبًا ۟
نو كله چې دواړه د سيندونو يو ځاى كېدو حد ته ورسېدل، خپل كب (ماهي) يې هېر كړ، نو (کب) په سمندر كې يې د يو سرنګ په شان خپله لار ونيوله.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 开海菲
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭