Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 开海菲   段:
وَكَذٰلِكَ اَعْثَرْنَا عَلَیْهِمْ لِیَعْلَمُوْۤا اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاَنَّ السَّاعَةَ لَا رَیْبَ فِیْهَا ۚۗ— اِذْ یَتَنَازَعُوْنَ بَیْنَهُمْ اَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوْا عَلَیْهِمْ بُنْیَانًا ؕ— رَبُّهُمْ اَعْلَمُ بِهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ غَلَبُوْا عَلٰۤی اَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَیْهِمْ مَّسْجِدًا ۟
او همداسې مو (خلک) پرې خبر كړل، څو وپوهېږي چې د الله وعده ریښتينې ده او دا چې په قيامت كې شک نشته، كله چې دوى په دې كې سره شخړه كوله نو ځينو وويل: په دوى يو دېوال جوړ كړئ، رب يې ډېر ښه پرې عالم دى خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو.
阿拉伯语经注:
سَیَقُوْلُوْنَ ثَلٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَیْبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ سَبْعَةٌ وَّثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَّا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا قَلِیْلٌ ۫۬— فَلَا تُمَارِ فِیْهِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا ۪— وَّلَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا ۟۠
ځينې به ووايي هغوى درې وو، څلورم يې سپى دى، ځينې به وايي پنځه دي شپږم يې سپى دى، (دا ټول) د غیبو ګزارونه (بې دليله خبرې) دي، او ځينې به وايي اوه دي، اتم يې سپى دى، ورته ووايه: زما رب يې په شمېر ډېر ښه پوه دى، له كمو خلكو پرته بل چاته نه دي معلوم، نو د هغوى په هكله له سرسري خبرو پرته چا سره چېړ مه كوه اومه له هېچا د دوى په هكله فتوىٰ غواړه.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَقُوْلَنَّ لِشَایْءٍ اِنِّیْ فَاعِلٌ ذٰلِكَ غَدًا ۟ۙ
او د يو شي په هكله دا مه وايه چې زه به سبا خامخا دا (كار) كوم.
阿拉伯语经注:
اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؗ— وَاذْكُرْ رَّبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ وَقُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّهْدِیَنِ رَبِّیْ لِاَقْرَبَ مِنْ هٰذَا رَشَدًا ۟
پرته له دې چې د الله اراده وشي، او كله چې درنه هېر شي نو خپل رب دې يادوه او دا وايه چې: ښايي خپل رب مې د نېكۍ خواته د ډېرې نږدې لارې ښوونه راته وكړي.
阿拉伯语经注:
وَلَبِثُوْا فِیْ كَهْفِهِمْ ثَلٰثَ مِائَةٍ سِنِیْنَ وَازْدَادُوْا تِسْعًا ۟
او هغوى په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول، او دوى نهه نور هم پرې ورزيات كړي دي.
阿拉伯语经注:
قُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوْا ۚ— لَهٗ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَبْصِرْ بِهٖ وَاَسْمِعْ ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ ؗ— وَّلَا یُشْرِكُ فِیْ حُكْمِهٖۤ اَحَدًا ۟
ورته ووايه: الله ډېر ښه ورباندې پوه دى چې دوى څومره ځنډېدلي دي، د آسمانونو او ځمكې غيب ټول هغه لره دي، څومره ښه ليدونكى او اورېدونكى دى، له هغه پرته دوى لره څوک دوست نشته او نه په خپله واكمنۍ كې څوک شريكوي.
阿拉伯语经注:
وَاتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۫ۚ— وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟
او (يوازې) هماغه څه ولوله چې ستا د رب له كتابه درته وحى شوي، د الله د خبرو هېڅ بدلوونكى نشته او نه به هېڅكله له هغه پرته بل د پناه ځاى ومومې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 开海菲
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭