Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاَعْدَآىِٕكُمْ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَلِیًّا ؗۗ— وَّكَفٰی بِاللّٰهِ نَصِیْرًا ۟
الله ستاسي په دښمنانو ښه پوه دی او ستاسي د مرستې او ملاتړ لپاره يوازې الله كافي دى.
阿拉伯语经注:
مِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ وَیَقُوْلُوْنَ سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا وَاسْمَعْ غَیْرَ مُسْمَعٍ وَّرَاعِنَا لَیًّا بِاَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِی الدِّیْنِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ قَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانْظُرْنَا لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَقْوَمَ ۙ— وَلٰكِنْ لَّعَنَهُمُ اللّٰهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْنَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
ځينې له يهودو (د الله) كلام له خپلو ځايونو اړوي او وايي: اورېدلي مو دي خو منلي مو نه دي! او واوره نه اورول شويه، او د ژبو په تاوولو سره لفظ د (رَاعِنا) وايي، پر دين بد ويونكي دي، خو كه دوى ويلی واى (اورېدلي او منلي مو دي)، او واوره او پر موږ نظر كوه، نو دا به ورته غوره او ډېره سمه وه خو الله د كفر له امله دوى رټلي دي نو ځكه ايمان نه راوړي مګر ډېر لږ.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اٰمِنُوْا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ نَّطْمِسَ وُجُوْهًا فَنَرُدَّهَا عَلٰۤی اَدْبَارِهَاۤ اَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّاۤ اَصْحٰبَ السَّبْتِ ؕ— وَكَانَ اَمْرُ اللّٰهِ مَفْعُوْلًا ۟
اې هغو چا ته چې كتاب وركړى شوى پر هغه څه ايمان راوړئ چې موږ نازل كړي او تاسو سره د موجود كتاب ریښتيا ګڼونكي دى، له هغه وړاندې چې (د ځينو خلكو) مخونه ور وېجاړ كړو او څټ ته يې واړوو يا يې داسې ورټو لكه د خالي ورځې خلك مو چې ورټل، او د الله امر (حتما) كېدونكى دى.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤی اِثْمًا عَظِیْمًا ۟
يقيناً الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او څوك چې الله سره شرك كوي نو بې شكه چې هغه لوى دروغ پورې كړل.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یُزَكُّوْنَ اَنْفُسَهُمْ ؕ— بَلِ اللّٰهُ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
ايا هغو ته دې نه دې كتلي چې د خپلو ځانو پاكي ستايي، نه بلكې الله چې څوك وغواړي پاكوي يې او د يوه تار په اندازه به هم ظلم پرې ونه شي.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَكَفٰی بِهٖۤ اِثْمًا مُّبِیْنًا ۟۠
وګوره دوى په الله پورې څنګه دروغ تړي او همدا لويه ګناه (بالكل) بس ده.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُؤْمِنُوْنَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوْتِ وَیَقُوْلُوْنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا هٰۤؤُلَآءِ اَهْدٰی مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا سَبِیْلًا ۟
ايا هغو ته دې نه دي كتلي چې له كتابه يو څه برخه وركړل شوې ده، خو دوى بيا هم په پوچو بې حقيقته انګيرنو او باطل معبود باوركوي او د كافرانو په اړه وايي چې دوى تر مومنانو ډېر په سمه لار دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭