Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
وَاِنِ امْرَاَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوْزًا اَوْ اِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یُّصْلِحَا بَیْنَهُمَا صُلْحًا ؕ— وَالصُّلْحُ خَیْرٌ ؕ— وَاُحْضِرَتِ الْاَنْفُسُ الشُّحَّ ؕ— وَاِنْ تُحْسِنُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
او كه كومه ښځه د خپل خاوند له ناوړه چلند يا مخ اړونې په اندېښنه كې وه نو څه ګناه ورباندې نشته كه خپلو كې څه جوړه سره وكړي، او جوړه خو ډېره ښه ده او نفسونه زړه تنګى ته حاضر شوي دي، او كه تاسو ښېګڼه او ځان ساتنه وكړئ نو بې شكه الله په هغه چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
阿拉伯语经注:
وَلَنْ تَسْتَطِیْعُوْۤا اَنْ تَعْدِلُوْا بَیْنَ النِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِیْلُوْا كُلَّ الْمَیْلِ فَتَذَرُوْهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ؕ— وَاِنْ تُصْلِحُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او هيڅكله به ونه شئ كړاى چې د ښځو ترمنځ عدل وكړئ كه څه هم تلوسه يې ولرئ، نو (يوه لوري ته) په كامله توګه مه اوړئ چې (بله) د ځوړندې په شان پرېږدئ او كه سوله او تقوى وكړئ نو بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یَّتَفَرَّقَا یُغْنِ اللّٰهُ كُلًّا مِّنْ سَعَتِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ وَاسِعًا حَكِیْمًا ۟
او كه (ښځه او خاوند) سره بېل هم شي نو الله به يې خپل پراخ فضل سره هر يو غني كړي او الله د حكمت او پراخۍ څښتن دى.
阿拉伯语经注:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَنِیًّا حَمِیْدًا ۟
او په اسمانو او ځمكه كې هر څه الله لره دي او يقيناً موږ هغو ته هم دا حكم كړى و چې له تاسو ړومبى كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم چې الله نه ووېرېږئ، او كه كافران شئ نو بې شكه په اسمانو كې هر څه او په ځمكه كې هر څه ټول د الله دي او الله ستايل شوى غني دى.
阿拉伯语经注:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
او څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي ټول الله لره دي، او الله بس دى ښه كارجوړوونكى.
阿拉伯语经注:
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ اَیُّهَا النَّاسُ وَیَاْتِ بِاٰخَرِیْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی ذٰلِكَ قَدِیْرًا ۟
كه وغواړي نو تاسو به له منځه يوسي او نور به راولي، او الله په دې ښه برلاسى دى.
阿拉伯语经注:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ ثَوَابَ الدُّنْیَا فَعِنْدَ اللّٰهِ ثَوَابُ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟۠
څوك چې (يوازى) دنيايى بدله غواړي نو (خبردې شي) چې الله سره هم دنيايى بدله شته او هم د آخرت او الله ليدونكى اورېدونكى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭