Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ ؕ— وَمَنْ یَّلْعَنِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ نَصِیْرًا ۟ؕ
دوى هماغه خلك دي چې الله رټلي دي، او هغه چې الله رټلي نو څوك ملاتړى به يې ونه مومې.
阿拉伯语经注:
اَمْ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَاِذًا لَّا یُؤْتُوْنَ النَّاسَ نَقِیْرًا ۟ۙ
آيا په واكمنۍ كې د دوى كومه برخه ده، نو بيا خو به خلكو ته د كجور د زړي چاود (په اندازه شی) هم ورنكړي.
阿拉伯语经注:
اَمْ یَحْسُدُوْنَ النَّاسَ عَلٰی مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ۚ— فَقَدْ اٰتَیْنَاۤ اٰلَ اِبْرٰهِیْمَ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَاٰتَیْنٰهُمْ مُّلْكًا عَظِیْمًا ۟
او كه نه، خلكو سره په هغه څه حسد كوي چې الله په خپله لورينه وركړي، نو موږ خو د ابراهيم كورنۍ ته كتاب او حكمت وركړى او (لا دا چې) لويه پاچاهي مو وركړې.
阿拉伯语经注:
فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ صَدَّ عَنْهُ ؕ— وَكَفٰی بِجَهَنَّمَ سَعِیْرًا ۟
نو له هغوى (يهودو) نه ځينو ايمان پرې راوړ او ځينو يې ډډه ترې وكړه او هماغه لمبه اور د جهنم بس دى.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِیْهِمْ نَارًا ؕ— كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنٰهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا لِیَذُوْقُوا الْعَذَابَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
بې شكه هغوى چې كافر شوي دي زر به يې اور ته ننباسو، هر كله چې پوستكي يې پاخه شي، وربدل به كړو نور پوستكي ترڅو (ډېر) عذاب وڅكي، بې شكه الله برلاسى حکمت والا دى.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ؗ— وَّنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِیْلًا ۟
او چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به يې هغو جنتونو ته ورننباسو چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، په هغه كې به دوى لره پاكيزه جوړې وي اوګڼ سيورى ته به يې ننباسو.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَهْلِهَا ۙ— وَاِذَا حَكَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوْا بِالْعَدْلِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ نِعِمَّا یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟
بې شكه الله تاسو ته امر كوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او چې كله مو د خلكو ترمنځ فيصله كوله نو په عدل سره فيصله وكړئ، بې شكه الله تاسو ته د غوره څيز نصيحت كوي، يقيناً الله ليدونكى اورېدونكى دى.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْ ۚ— فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِیْ شَیْءٍ فَرُدُّوْهُ اِلَی اللّٰهِ وَالرَّسُوْلِ اِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟۠
ای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او آخرت ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭