Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 尼萨仪   段:
١لَّذِیْنَ یَتَرَبَّصُوْنَ بِكُمْ ۚ— فَاِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّٰهِ قَالُوْۤا اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ۖؗ— وَاِنْ كَانَ لِلْكٰفِرِیْنَ نَصِیْبٌ ۙ— قَالُوْۤا اَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَیْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— فَاللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَلَنْ یَّجْعَلَ اللّٰهُ لِلْكٰفِرِیْنَ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ سَبِیْلًا ۟۠
هغه (منافقان) چې ستاسو په اړه انتظار كوي، نو كه د الله له خوا مو برى نصيب شو دوى وايي آيا موږ درسره نه وو او كه د كافرانو څه په برخه شو نو (هغوته) وايي آيا موږ درباندې برلاسي نه و او له مومنانو مو ونه ژغورلئ، نو الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ فيصله كوي او الله به هيڅكله كافرانو ته پرمومنانو (د برلاسۍ) لاره ورنه كړي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ یُخٰدِعُوْنَ اللّٰهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ ۚ— وَاِذَا قَامُوْۤا اِلَی الصَّلٰوةِ قَامُوْا كُسَالٰی ۙ— یُرَآءُوْنَ النَّاسَ وَلَا یَذْكُرُوْنَ اللّٰهَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ؗۙ
بې شكه دا منافقان الله سره ټګي كوي او په حقيقت كې الله هغوى په دوكه كې غورځولي دي او كله چې لمانځه ته پاڅيږي نو په لټۍ سره پاڅيږي، خلكو ته ځان ښودنه كوي او الله نه يادوي مګر ډېر لږ.
阿拉伯语经注:
مُّذَبْذَبِیْنَ بَیْنَ ذٰلِكَ ۖۗ— لَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ وَلَاۤ اِلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ سَبِیْلًا ۟
د دې ترمنځه زړه نازړه دي، نه د دغو په لوري دي او نه د هغو او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو هيڅكله به لار ورته ونه مومې.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْكٰفِرِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— اَتُرِیْدُوْنَ اَنْ تَجْعَلُوْا لِلّٰهِ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا مُّبِیْنًا ۟
اى مومنانو! د مومنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ آيا غواړئ چې د ځان پر خلاف الله ته څرګند سند وركړئ.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ فِی الدَّرْكِ الْاَسْفَلِ مِنَ النَّارِ ۚ— وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِیْرًا ۟ۙ
بې شكه منافقان به د اور په بيخي لانديني تل كې وي او ته به هيڅكله دوى ته څوك مرستندوى ونه مومې.
阿拉伯语经注:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَاَصْلَحُوْا وَاعْتَصَمُوْا بِاللّٰهِ وَاَخْلَصُوْا دِیْنَهُمْ لِلّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ ؕ— وَسَوْفَ یُؤْتِ اللّٰهُ الْمُؤْمِنِیْنَ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
پرته له هغو چې توبه يې ووېسته او سم يې كړل (عملونه) او په (دين د) الله يې منګولې ولګولې او خپل دين يې الله لره سوچه كړ نو داسې خلك به له مومنانو سره وي، او الله به ډير زر مومنانو ته لويه بدله وركړي.
阿拉伯语经注:
مَا یَفْعَلُ اللّٰهُ بِعَذَابِكُمْ اِنْ شَكَرْتُمْ وَاٰمَنْتُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ شَاكِرًا عَلِیْمًا ۟
الله به ستاسو په ځورولو څه كوي، كه شكر مو ووېست او ايمان مو راوړ او الله خو پوه شكر قبلوونكى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 尼萨仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭