Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَتَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰی بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِ ؕ— اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ
او ستاسو درانه پيټي تر هغې سيمې وړي چې تاسو يې له ډېر كړاو ګاللو پرته نه شئ رسولى، رښتيا چې ستاسو رب خامخا ډېر مهربان خواخوږى دى.
阿拉伯语经注:
وَّالْخَیْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِیْرَ لِتَرْكَبُوْهَا وَزِیْنَةً ؕ— وَیَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
آسونه، كچر او خره يې دې لپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلا وي، او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
وَعَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَمِنْهَا جَآىِٕرٌ ؕ— وَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠
او پر هماغه الله د سمې لارې ښودل دي، او (سره له دې چې) څه لارې كږې هم دي او كه هغه غوښتي وى نو تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً لَّكُمْ مِّنْهُ شَرَابٌ وَّمِنْهُ شَجَرٌ فِیْهِ تُسِیْمُوْنَ ۟
هماغه ذات دى چې له اسمانه یې اوبه ورولي چې هم ستاسو څښاك دى او هم ونې بوټي چې خپل څاروي پكې څروئ.
阿拉伯语经注:
یُنْۢبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّیْتُوْنَ وَالنَّخِیْلَ وَالْاَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
رازرغونوي (الله تعالی) تاسي ته په دغو اوبو سره کښت (فصل) او زیتون (خونه) او خرماوې او انګور او له هر قسمه میوو څخه، بې شکه په دې کې خامخا دلیلونه دي د هغه قوم لپاره چې د فکر نه کار اخلي.
阿拉伯语经注:
وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۙ— وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— وَالنُّجُوْمُ مُسَخَّرٰتٌ بِاَمْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟ۙ
او تاسي لپاره یې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي او ټول ستوري هم د هغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له پوهې څخه كار اخلي.
阿拉伯语经注:
وَمَا ذَرَاَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟
او دا چې هغه تاسي لپاره په ځمكه كې ډېر رنګارنګ شيان پېدا كړيدى، په دې كې هم د هغو خلكو لپاره ارومرو نښانه ده چې درس اخيستونكي دي.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر په كار اچولى څو تازه غوښه ترې وخورئ، او د ښكلا هغه ګاڼه ترې وباسئ چې اغوندئ يې، او ته وينې چې بېړۍ ګانې پكې څېروونكې روانې دي څو تاسو د هغه (الله) د لورينې لټون وكړئ او شكرونه وباسئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭