Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او چا چې شرک كړى وايي چې كه الله نه واى غوښتي نه به موږ له هغه پرته څه شى لمانځلی و، نه زموږ پلرونو او نه به مو د هغه له حكمه پرته كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكنيو هم دغه شان كول، نو آيا په رسولانو باندې پرته له ښكاره تبليغه نور څه شته؟
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ رَّسُوْلًا اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوْتَ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ هَدَی اللّٰهُ وَمِنْهُمْ مَّنْ حَقَّتْ عَلَیْهِ الضَّلٰلَةُ ؕ— فَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ، نو بيا له هغو نه چاته الله سمه لار وښوده، او ځينى يې هغه و چې بې لاريتوب پرې مسلط شو، نو وګرځئ په ځمكه كې او وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه شو؟
阿拉伯语经注:
اِنْ تَحْرِصْ عَلٰی هُدٰىهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ یُّضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
كه ته د هغوى لار موندنې ته (هر څومره) حرص هم كوې خو الله هغه چاته هدايت نه كوي چې بې لارې كوي يې، او هغوى لره به څوک مرستندوى نه وي.
阿拉伯语经注:
وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ ۙ— لَا یَبْعَثُ اللّٰهُ مَنْ یَّمُوْتُ ؕ— بَلٰی وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او دوى په الله كلک كلک قسمونه وكړل چې بيا به الله هغه يو هم راژوندى نه كړي چې مړ كيږي، ولې نه، دا خو يوه ژمنه ده چې هغه پر ځان منلې، خو زياتره خلک نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِیْ یَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ وَلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰذِبِیْنَ ۟
دې لپاره چې الله هغه څه ورته څرګند كړي چې دوى پكې اختلاف كوي، او كافرانو ته معلومه شي چې بې شكه دوى دروغجن وو.
阿拉伯语经注:
اِنَّمَا قَوْلُنَا لِشَیْءٍ اِذَاۤ اَرَدْنٰهُ اَنْ نَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟۠
زموږ وينا خو چې كله د يو شي اراده وكړو، بس چې ورته وايو: شه نو هغه كيږي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
او هغوى چې د الله په لار كې هجرت كړى وروسته له هغه چې ظلم ورباندې شوى، نو خامخا به دنيا كې هم ښه ځاى وركړو او د آخرت بدله خو ډېره لويه ده، كه چېري دوى پوهېدلاى.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟
هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭