Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ شَیْـًٔا وَّلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۚ
او له الله پرته د هغه شي بندګي كوي چې د هغه په لاس كې نه له اسمان نه دوى ته څه روزي وركول شته، نه له ځمكې نه او نه دا كار د هغوى له وسې پوره دى.
阿拉伯语经注:
فَلَا تَضْرِبُوْا لِلّٰهِ الْاَمْثَالَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
نو الله لپاره مثالونه مه جوړوئ، بې شکه الله پوهيږي، او تاسو نه پوهيږئ.
阿拉伯语经注:
ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّمَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ یُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّجَهْرًا ؕ— هَلْ یَسْتَوٗنَ ؕ— اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
الله يو مثال راوړي: لكه د چا په ملكيت كې يو مريى دى چې خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې چې هغه ته مو له خپله لوري غوره روزي وركړې او دى په پټه او ښكاره لګښت ترې كوي، آيا دوى سره برابر دي؟ الله لره ستاينه ده، بلكې زياتره يې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَیْنِ اَحَدُهُمَاۤ اَبْكَمُ لَا یَقْدِرُ عَلٰی شَیْءٍ وَّهُوَ كَلٌّ عَلٰی مَوْلٰىهُ ۙ— اَیْنَمَا یُوَجِّهْهُّ لَا یَاْتِ بِخَیْرٍ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیْ هُوَ ۙ— وَمَنْ یَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ— وَهُوَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠
او الله يو (بل) مثال راوړي: لكه دوه كسان دي چې يو يې ګونګ دى، هېڅ نه شي كولاى او په خپل څښتن باندې هسې پېټى دى، هرې خوا ته يې چې استوي څه خير نه راوړي، آيا دى او هغه كس چې په عدالت حكم كوي او په سمه سيده لار برابر دى، سره يو شان كېداى شي؟
阿拉伯语经注:
وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَاۤ اَمْرُ السَّاعَةِ اِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ اَوْ هُوَ اَقْرَبُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د اسمانو او ځمكې غيب الله لره دي، او د قيامت معامله لكه د سترګو رپ لا څه چې ډېره نږدې ده، بې شكه الله په هر څه قادر دى.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۙ— وَّجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ۙ— لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ یَرَوْا اِلَی الطَّیْرِ مُسَخَّرٰتٍ فِیْ جَوِّ السَّمَآءِ ؕ— مَا یُمْسِكُهُنَّ اِلَّا اللّٰهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
آيا دوى الوتونكو ته نه دي كتلي چې څنګه د اسمان په هوا كې مسخر شوي دي؟ الله نه پرته يې بل هېڅوک نه ساتي، يقيناً په دې كې ايمان راوړونكو ته ډېرې نښې دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭