Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۫— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
څو چې د هغو نعمتونو ناشكري وكړي، چې موږ وركړي نو مزې وكړئ، زر به وپوهېږئ.
阿拉伯语经注:
وَیَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ ؕ— تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ ۟
او موږ چې څه ور روزي كړي له هغو نه، هغه څه ته برخه ټاكي چې (كوم دليل يې) ورته معلوم نه دى، نو په الله قسم چې وبه پوښتل شئ له هغو دروغو نه چې تاسو به تړل.
阿拉伯语经注:
وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ ۙ— وَلَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ ۟
اودوى الله لپاره لوڼي ټاكي، پاکي ده هغه (الله) لره! او دوى لپاره هغه څه دي چې غواړي يې.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُ ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟ۚ
او كله چې كوم يو ته يې د لور زېرى وشي، مخ يې تک تور واوړي او له غوسې ډک وي.
阿拉伯语经注:
یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ ؕ— اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟
له خلكو نه پټ ګرځي له هغه ناكاره خبر له امله چې ده اورېدلى، آيا (لور يې) له شرم سره سره وساتي او كه په خاوره كې يې ومنډي؟ ګورئ! څومره ناوړه حكم دى چې دوى يې (د الله په هكله) كوي.
阿拉伯语经注:
لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۚ— وَلِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
هغوى لره چې په آخرت باور نه لري ناكاره صفتونه دي، او الله لره خو تر ټولو غوره صفتونه دي، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟
او كه چېرى الله تعالی خلک د هغوى په ظلم سره سمدلاسه رانيولاى نو د ځمكې پر مخ به هېڅ ساكښ نه و پاتې، خو هغه يې تر يوه ټاكلي وخته ځنډوي بيا چې كله يې همغه نېټه راشي نو يو ساعت هم نه وروسته كيږي او نه ړومبى كيږي.
阿拉伯语经注:
وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟
او دوى هغه څه الله ته ټاكي چې خپله يې بد ګڼي، او ژبې يې دا دروغ بيانوي چې دوى لپاره ښېګڼه ده، په حقيقت كې دوى لپاره یوازې اور دى، او دوى تر ټولو مخكې ورغورځېدونكى دي.
阿拉伯语经注:
تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
په الله قسم له تا مخكې مو هم ډېرو قومونو ته رسولان لېږلي دي، بيا يې شيطان بد عملونه ورته ښايسته كړل، نو نن ورځ يې هم هماغه دوست دی، او دوى لپاره دردناک عذاب دى.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ۙ— وَهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
او موږ له دې پرته بل څه لپاره دا كتاب نه دى نازل كړى چې ته هغه څه ورته روښانه كړې چې دوى پكې اختلاف كوي، او (بل دا چې) مومنانو لپاره به لارښوونه او رحمت وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭