Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ زِدْنٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوْا یُفْسِدُوْنَ ۟
څوک چې خپله هم كافر شوي او (نور يې هم) د الله له لارې اړولي هغو ته به د عذاب له پاسه عذاب ورزياتوو، په دې چې دوى به فساد كولو.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ نَبْعَثُ فِیْ كُلِّ اُمَّةٍ شَهِیْدًا عَلَیْهِمْ مِّنْ اَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِیْدًا عَلٰی هٰۤؤُلَآءِ ؕ— وَنَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ تِبْیَانًا لِّكُلِّ شَیْءٍ وَّهُدًی وَّرَحْمَةً وَّبُشْرٰی لِلْمُسْلِمِیْنَ ۟۠
او هغه ورځ چې موږ به هر امت كې خپله له هغوى نه يو شاهد ورباندې راپاڅوو، او تا به پر همدغو خلكو د شاهد په توګه راولو، او (د همدې لپاره) موږ دا كتاب پر تا نازل كړ چې په ډاګه د هر شي څرګندونكى، لارښوونه، رحمت او زېرى دى مسلمانانو ته.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْاِحْسَانِ وَاِیْتَآئِ ذِی الْقُرْبٰی وَیَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْیِ ۚ— یَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
يقيناً الله د عدل، ښېګڼې او خپلوانو ته د وركړې امر كوي او له بې حيايي، بدۍ او تيري نه منع كوي، هغه تاسو ته نصيحت كوي تر څو درس واخلئ.
阿拉伯语经注:
وَاَوْفُوْا بِعَهْدِ اللّٰهِ اِذَا عٰهَدْتُّمْ وَلَا تَنْقُضُوا الْاَیْمَانَ بَعْدَ تَوْكِیْدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّٰهَ عَلَیْكُمْ كَفِیْلًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟
د الله ژمنه پوره كوئ، كله چې ژمنه سره كوئ او خپلې لوړې (قسمونه) له ټينګولو وروسته مه ماتوئ، كله چې تاسو الله (هم) درباندې شاهد نيولى وي، بې شكه الله خو په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې كوئ.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّتِیْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنْكَاثًا ؕ— تَتَّخِذُوْنَ اَیْمَانَكُمْ دَخَلًا بَیْنَكُمْ اَنْ تَكُوْنَ اُمَّةٌ هِیَ اَرْبٰی مِنْ اُمَّةٍ ؕ— اِنَّمَا یَبْلُوْكُمُ اللّٰهُ بِهٖ ؕ— وَلَیُبَیِّنَنَّ لَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
او د هغې ښځې په شان مه كيږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مزي كولو وروسته بېرته سپخول، خپل منځ كې مو قسمونه د ټګۍ وسيله ګرځوئ تر څو يو قوم د بل قوم نه زياته ګټه ترلاسه كړي، (حال دا چې) الله مو په دې سره ازميښت كوي او د قيامت په ورځ به حتماً هغه څه در څرګند كړي چې تاسو پكې اختلاف كولو.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ یُّضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او كه الله غوښتي واى نو تاسو به يې خامخا يو امت ګرځولى وای خو چاته يې چې خوښه شي بې لارې كوي يې، او چاته چې وغواړي سمه لار ورښيي او خامخا به له هغه څه وپوښتل شئ چې تاسو به كول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭