Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 奈哈里   段:
وَاللّٰهُ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟۠
او الله له اسمانه اوبه را واورولې او دا مړه ځمكه يې پرې ژوندۍ كړه، په دې كې خو يقيناً هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې (خبره) اوري.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهٖ مِنْ بَیْنِ فَرْثٍ وَّدَمٍ لَّبَنًا خَالِصًا سَآىِٕغًا لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟
او په دې څارويو كې هم تاسو لپاره خامخا يو درس شته، د هغو په ګېډو كې له څه شيانو د خوشيو او وينې له منځه تاسو ته سوچه پۍ درڅښو چې د څښونكو لپاره آسانه په خوند تېرېدونكې دي.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ ثَمَرٰتِ النَّخِیْلِ وَالْاَعْنَابِ تَتَّخِذُوْنَ مِنْهُ سَكَرًا وَّرِزْقًا حَسَنًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او (همداسې) د كجورو او انګورو له مېوو چې تاسو هم نېشه يي مواد او هم ښه روزي ترې لاس ته كوئ، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې عقل كاروي.
阿拉伯语经注:
وَاَوْحٰی رَبُّكَ اِلَی النَّحْلِ اَنِ اتَّخِذِیْ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا وَّمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا یَعْرِشُوْنَ ۟ۙ
او ستا رب د شاتو مچۍ ته په زړه كې ورواچوله چې په غرونو، ونو او هغو څپرو كې چې خلک يې لوړې جوړوي، كورونه جوړ كړه.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ كُلِیْ مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُكِیْ سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ؕ— یَخْرُجُ مِنْ بُطُوْنِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُهٗ فِیْهِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
بيا د هر ډول مېوو نه خوراک كوه او د خپل رب په هوارو كړيو لارو روانه اوسه، د دوى له ګېدو د بېلا بېلو رنګونو يو څښاک راوځي چې په هغه كې خلكو لپاره شفا ده، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته (لويه) نښه ده چې فكر كوي.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ یَتَوَفّٰىكُمْ وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّرَدُّ اِلٰۤی اَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَیْ لَا یَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟۠
او الله تاسو پيدا كړئ بيا مو پوره اخلي (مړه کوي مو) او له تاسو نه څوک بد (د ذلت) عمر ته پريږدي، چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ ونه پوهيږي، بې شكه الله ډېر پوه ځواکمن دى.
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ فِی الرِّزْقِ ۚ— فَمَا الَّذِیْنَ فُضِّلُوْا بِرَآدِّیْ رِزْقِهِمْ عَلٰی مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَهُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ ؕ— اَفَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَجْحَدُوْنَ ۟
او الله له تاسو نه ځينو ته پر ځينو باندې په روزي كې زيات والى وركړى دى، نو چاته چې زيات والى وركړ شوى هغوى د خپلو مريانو لور ته د دې روزۍ ورګرځونكي نه دي په داسې شان چې هغوى ټول پكې يو برابر شي، نو آيا د الله له (دغې) پېرزوينې منكريږي؟
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّجَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ بَنِیْنَ وَحَفَدَةً وَّرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَتِ اللّٰهِ هُمْ یَكْفُرُوْنَ ۟ۙ
او الله تاسو ته له خپله جنسه مېرمنې پيدا كړې او له مېرمنو يې زامن او لمسي دركړي او له ښو پاكيزه شيانو يې روزي دركړې ده، نو آيا دوى باطل مني او د الله له پېرزوينې انكار كوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 奈哈里
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭