Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 隋法提   段:
وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ
او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ
او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟
په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بيا مو هغه نور غرق كړل.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.
阿拉伯语经注:
اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟
كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ
كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟
阿拉伯语经注:
اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ
اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
阿拉伯语经注:
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.
阿拉伯语经注:
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ
بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.
阿拉伯语经注:
فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟
وېلې: زه خو ناروغ يم.
阿拉伯语经注:
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟
نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.
阿拉伯语经注:
فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ
نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟
阿拉伯语经注:
مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟
څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟
阿拉伯语经注:
فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟
نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.
阿拉伯语经注:
فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟
نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ
وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.
阿拉伯语经注:
قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟
هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.
阿拉伯语经注:
فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.
阿拉伯语经注:
رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.
阿拉伯语经注:
فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟
نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 隋法提
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭