Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:

انعام

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمٰتِ وَالنُّوْرَ ؕ۬— ثُمَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟
ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي،او رڼا او تيارې يې پيدا كړي، بيا هم هغه كسان چې کفر یې کړی د خپل رب سره نور مخلوق برابروي (په عبادت کې).
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ طِیْنٍ ثُمَّ قَضٰۤی اَجَلًا ؕ— وَاَجَلٌ مُّسَمًّی عِنْدَهٗ ثُمَّ اَنْتُمْ تَمْتَرُوْنَ ۟
هماغه ذات دى چې تاسي يې له خټې پيدا كړئ، بيا يې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله، او يوه بله نېټه هم ده چې د هغه په وړاندې ټاكل شوېده، خو تاسي بیا په شک کوئ.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَفِی الْاَرْضِ ؕ— یَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَیَعْلَمُ مَا تَكْسِبُوْنَ ۟
او هماغه يو الله هم په اسمانو كې دى او هم په ځمكه كې (د علم او قدرت په اعتبار سره)، ستاسو په پټو هم هغه پوهېږي او په څرګنده هم او هم په هغه څه چې تاسو يې كوئ.
阿拉伯语经注:
وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟
او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نخښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځوونكي نه وي
阿拉伯语经注:
فَقَدْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ؕ— فَسَوْفَ یَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
نو (دا دى) هغه حق يې هم دروغ وګڼلو چې ورته راغلى دى نو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې دوى پرې ملنډې وهلې.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَّكُمْ وَاَرْسَلْنَا السَّمَآءَ عَلَیْهِمْ مِّدْرَارًا ۪— وَّجَعَلْنَا الْاَنْهٰرَ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟
آيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكى مو څومره داسې ولسونه تباه كړي دي چې هر يوه ته مو په ځمكه كې داسې واكمني وركړې وه چې هسې واكمني مو تاسو ته نه ده دركړې؟ او پر هغوى مو له اسمانه پرله پسې ښه بارانونه وكړل او ترې لاندې مو ويالې روانې كړې وې خو بيا مو د ګناهونو له امله (ټول) تباه كړل او له هغوى وروسته مو د بلې پېړۍ نور خلك را پيدا كړل.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ كِتٰبًا فِیْ قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوْهُ بِاَیْدِیْهِمْ لَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
اى پېغمبره! كه موږ پر تا په كوم كاغذ كې ليكلى كتاب هم نازل كړى واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس كړى ليدلى هم واى هله به هم هغو كسانو چې له حق څخه منكر شويدي همدا خبره كوله چې دا خو ښكاره كوډې دي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ مَلَكٌ ؕ— وَلَوْ اَنْزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِیَ الْاَمْرُ ثُمَّ لَا یُنْظَرُوْنَ ۟
او كه پر تا مو په څه كاغذ ليكلى كتاب هم درنازل كړى واى او خپل لاسونه يې هم پرې لګولي واى نو بيا به هم كافرانو ويل چې دا له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭