Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
قُلْ اَیُّ شَیْءٍ اَكْبَرُ شَهَادَةً ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۫— شَهِیْدٌۢ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ۫— وَاُوْحِیَ اِلَیَّ هٰذَا الْقُرْاٰنُ لِاُنْذِرَكُمْ بِهٖ وَمَنْ بَلَغَ ؕ— اَىِٕنَّكُمْ لَتَشْهَدُوْنَ اَنَّ مَعَ اللّٰهِ اٰلِهَةً اُخْرٰی ؕ— قُلْ لَّاۤ اَشْهَدُ ۚ— قُلْ اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّاِنَّنِیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟ۘ
ووايه: د چا لويه شاهدي ده؟ ورته وايه: الله زما او ستاسو ترمنځ شاهد دى او دا قراّن ماته په وحى راغلى تر څو هم تاسو پرې ووېروم او هم چاته چې ورسېد، آيا تاسو دا شاهدي وركوئ چې الله سره نور معبودان هم شته؟ ورته وايه زه خو دا شاهدي نه شم ويلاى، ورته وايه، هغه خو هماغه يوازینی معبود دى او زه خو له هغه څه بالكل بيزاريم چې تاسو يې ورسره شريكوئ.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ۘ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
چاته مو چې كتاب وركړى داسې يې پېژني لكه خپل زامن چې پېژني، خو چا چې خپل ځانونه تاواني كړي نو هغوى يې نه مني.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې پرالله يې دروغ وتړل او د هغه اّيتونه يې دروغ وګڼل؟ يقيناً داسې ظالمان برى نه شي موندلاى.
阿拉伯语经注:
وَیَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ثُمَّ نَقُوْلُ لِلَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا اَیْنَ شُرَكَآؤُكُمُ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟
په كومه ورځ چې موږ دوى ټول راپاڅوو او له مشركانو څخه پوښتنه وكړو چې اوس ستاسي هغه شریکان چېرته دي چې تاسو یې ګومان کولو.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ لَمْ تَكُنْ فِتْنَتُهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْا وَاللّٰهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِیْنَ ۟
بیا به نه وي وینا د دوی مګر وایې به قسم په هغه الله چې زموږ پالونکی دی، موږ شرک نه دی کړی.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ كَذَبُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟
ورته ګوره څنګه يې پر خپلو ځانو دروغ وتپل؟ او هغه دروغونه ترې ورك شول چې دوى به جوړول.
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— وَجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ یَّرَوْا كُلَّ اٰیَةٍ لَّا یُؤْمِنُوْا بِهَا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْكَ یُجَادِلُوْنَكَ یَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او ځينې يې تاته غوږ نيسي خو موږ يې په زړونو پردې اچولې له دې نه چې پري پوه شي او په غوږونو كې يې كوڼوالى دى، او كه هره نښانه وګوري ايمان پرې نه راوړي، ان تر دې چې كله درته راشي تا سره ناندرۍ وهي نو څوك چې كافر شوي هغوى وايي: دا هماغه د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
阿拉伯语经注:
وَهُمْ یَنْهَوْنَ عَنْهُ وَیَنْـَٔوْنَ عَنْهُ ۚ— وَاِنْ یُّهْلِكُوْنَ اِلَّاۤ اَنْفُسَهُمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او دوى (يې له منلو) خلك هم ايساروي او خپله هم ترې ډډه كوي او حال داچې له خپلو ځانونو پرته بل څوك نه تباه كوي او پوهيږي هم نه.
阿拉伯语经注:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ وُقِفُوْا عَلَی النَّارِ فَقَالُوْا یٰلَیْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِاٰیٰتِ رَبِّنَا وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او كه هغه مهال يې وګورې چې كله په اور ودرول شي نو وايي به ارمان چې بېرته تللي او د خپل رب أيتونه مو دروغ نه واى ګڼلي او له مومنانو وى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭