Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
وَلَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ ۟
او كه هغه مو ملايك ګرځولى وى نو حتماً به مو د سړي په بڼه ګرځولو او هماغسې به مو په شك كې اچولي وو چې دوى اوس پكى اخته دي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او يقيناً له تا ړومبى هم په (ډېرو) رسولانو پورې ملنډې وهل شوې دي خو بيا پرهغو خلكو چې ملنډې يې وهلې هماغه د ملنډو سزا نازله شوه.
阿拉伯语经注:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
ورته وايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و.
阿拉伯语经注:
قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ ؕ— كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
ورته وايه: په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه د چا دي؟ ورته وايه: د الله دي. هغه پر خپل ځان رحمت لازم كړى، حتماً به مو د قيامت ورځې ته راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته خو چا چې خپل ځانونه په تباهۍ كې اچولي هغوى يې نه مني.
阿拉伯语经注:
وَلَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او څه چې په شپه او په ورځ كې اوسي هغه ټول د الله دي او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَهُوَ یُطْعِمُ وَلَا یُطْعَمُ ؕ— قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ورته وايه: آيا له الله پرته ځان ته بل پالونكى ونيسم، هغه (الله) چې د اسمانو او ځمكې پيدا كوونكى دى او هغه چې (خلكو ته) خواړه وركوي او ده ته نه وركول كيږي، ورته وايه: ماته خو امر شوى چې تر هر چا ړومبى ورته تسليم شم او چې هيڅكله له مشركانو مه كېږه.
阿拉伯语经注:
قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم.
阿拉伯语经注:
مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟
په هغه ورځ چې څوك له عذابه وژغورل شو نو پر هغه الله ډېر لوى رحم وكړ او همدا څرګند برياليتوب دى.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَاِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي، اوكه هغه تا ته پر كومه ښېګڼه ګټه درواړوي نو هغه د هر څه واك لري.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
هغه پر خپلو بندګانو پوره برلاسى واكمن دى او د حكمت څښتن او باخبره دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭