Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ ؔؕ— وَالْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟
خبره دا ده چې ستا بلنه هغه خلك مني چې اوري او مړي خو به الله را پاڅوي او بيا به هغه ته ورګرځول كيږي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او ويې ويل: ولې پر هغه د خپل رب له خوا كومه نښانه (معجزه) راكوزه نه شوه؟ ورته وايه: الله خو په دې قادر دى چې كومه نښانه را نازله كړي، خو د دوى زياتره نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ ؕ— مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ ۟
او په ځمكه كې هر خوځېدونكى او هر هغه الوتونكى چې په خپلو دواړو وزروالوزى، بل څه نه ستاسو په شان مخلوقات دي، موږ په كتاب (دفتر) كې هيڅ شى نه دي پريښي، بيا به (ټول) خپل رب لوري ته ورغونډيږي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّبُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ ؕ— مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ ؕ— وَمَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او چا چې زموږ آيتونه دروغ وګڼل، كاڼه او ګونګيان په تيارو كې (پراته) دي، الله چې هر چاته غواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي په سمه لاړ يې برابروي.
阿拉伯语经注:
قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ورته وايه: راوښاياست! كه د الله عذاب درته راشي، يا قيامت درته راشي نو له الله پرته بل څوك رابلئ؟ كه تاسو رښتيني ياست.
阿拉伯语经注:
بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ ۟۠
بلكې یوازې هغه به رابلئ، بيا يې كه خوښه شوه هغه سختي لرې كوي چې تاسو (هغى لپاره) الله وربولئ او خپل انګېرلي شريكان هېروئ.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ ۟
له تا مخكې موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران ليږلي او هغه قومونه مو په كړاوونو او غمونو لتاړ كړل تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ پر وړاندې سر کښته كړي.
阿拉伯语经注:
فَلَوْلَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَلٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
نو كله چې زموږ له لوري پر هغو سختي راغله نو هغوى ولې عاجزي غوره نه كړه؟ خو د هغوى زړونه لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه وركړه چې تاسي چې څه كوئ ښه كوئ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ ۟
بيا كله چې هغوى هغه نصيحت هېر كړ چې ورته شوى و، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغوی لپاره پرانيستې، تر دې پورې چې كله هغوى په هغو نعمتونو كې چې ورکړل شوي وو ښه ډوب شول نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت كې د هغوی دا حالت و چې له هرې ښېګڼې څخه ناهيلي وو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭