Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِیْمُ لِاَبِیْهِ اٰزَرَ اَتَتَّخِذُ اَصْنَامًا اٰلِهَةً ۚ— اِنِّیْۤ اَرٰىكَ وَقَوْمَكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او كله چې ابراهيم خپل پلار اّزر ته وويل: اّيا ته بتان په خدايۍ سره نيسې؟ زه خو تا او ستا قوم په څرګند بې لاريتوب كې وينم.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ نُرِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ مَلَكُوْتَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلِیَكُوْنَ مِنَ الْمُوْقِنِیْنَ ۟
او په همدې توګه مو ابراهيم ته د اسمانو او ځمكې عجائب (يا لويه پاچايي) ورښودل او د دې لپاره چې له باوركونكو واوسي.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا جَنَّ عَلَیْهِ الَّیْلُ رَاٰ كَوْكَبًا ۚ— قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَاۤ اُحِبُّ الْاٰفِلِیْنَ ۟
نو بيا چې كله شپه پرې راخوره شوه، يو ستورى يې وليد، ويلې دا به مې رب وي خو چې هغه پرېوت ويلې: پرېوتونكي مې نه خوښيږي.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا رَاَ الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هٰذَا رَبِّیْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَ قَالَ لَىِٕنْ لَّمْ یَهْدِنِیْ رَبِّیْ لَاَكُوْنَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّآلِّیْنَ ۟
بيا چې كله يې سپوږمۍ ښه ځلانده تر سترګو شوه، ويلې دا به زما رب وي! خو كله چې هغه هم پرېوتله، ويلې كه خپل رب مې سمه لارښوونه راته نه واى كړې، نو زه به هم خامخا له بې لارو خلكو وم.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا رَاَ الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هٰذَا رَبِّیْ هٰذَاۤ اَكْبَرُ ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَلَتْ قَالَ یٰقَوْمِ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُوْنَ ۟
بيا يې چې لمر ځلېدونكى وليد ويلې همدا به مې رب وي دا خو ډېر لوى دى! خو كله چې هغه هم ډوب شو نو ويلې: اى زما قومه! زه له (ټولو) هغو شيانو بيزار يم چې تاسو يې شريك ګڼئ.
阿拉伯语经注:
اِنِّیْ وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ حَنِیْفًا وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ
بې شكه ما د هغه ذات په لوري مخ ور اړولى چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، (حق ته) ورګرځېدونکی (یم)، او زه له مشركانو څخه نه يم.
阿拉伯语经注:
وَحَآجَّهٗ قَوْمُهٗ ؕ— قَالَ اَتُحَآجُّوْٓنِّیْ فِی اللّٰهِ وَقَدْ هَدٰىنِ ؕ— وَلَاۤ اَخَافُ مَا تُشْرِكُوْنَ بِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ رَبِّیْ شَیْـًٔا ؕ— وَسِعَ رَبِّیْ كُلَّ شَیْءٍ عِلْمًا ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او د قوم يې ورسره ناندرۍ شوې، ده ويل: آيا د الله په هكله راسره ناندرۍ وهئ؟ چې دا دى سمه لار يې راښودلې ده، او زه خو له هغه څه نه وېرېږم چې تاسو يې ورسره شريك ګڼئ، مګر دا چې رب مې د څه شى اراده وكړي، زما د رب علم په هر څه راخپور دى نو آيا تاسو نصيحت نه اخلئ.
阿拉伯语经注:
وَكَیْفَ اَخَافُ مَاۤ اَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُوْنَ اَنَّكُمْ اَشْرَكْتُمْ بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ عَلَیْكُمْ سُلْطٰنًا ؕ— فَاَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ اَحَقُّ بِالْاَمْنِ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟ۘ
او څرنګه به له هغه څه ډارېږم چې تاسو يې شريك ګڼئ حال دا چې تاسو په دې هم نه ويرېږئ چې الله سره هغه څه شريكوئ كوم چې د هغه په اړه يې پر تاسو كوم سند هم نه دى رانازل كړى، نو په دې دواړو ډلو كې كومه يوه زياته د ډادينې وړ ده؟ كه تاسو پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭