Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾奈尔姆   段:
ذٰلِكَ اَنْ لَّمْ یَكُنْ رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا غٰفِلُوْنَ ۟
دا د دې لپاره چې ستا رب په داسې حال كې په ظلم د كليو تباه كوونكى نه دى چې خلك يې ناخبره وي.
阿拉伯语经注:
وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟
او هر چاته له خپلو كړو وړو درجې (ټاكل شوې) دي او ستا رب له هغو كارو چې دوى يې كوي بې خبره نه دى.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ الْغَنِیُّ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ وَیَسْتَخْلِفْ مِنْ بَعْدِكُمْ مَّا یَشَآءُ كَمَاۤ اَنْشَاَكُمْ مِّنْ ذُرِّیَّةِ قَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۟ؕ
او ستا رب بې نيازه د رحمت خاوند دى، كه وغواړي تاسو به له منځه يوسي او پر ځاى به مو له تاسو وروسته چې څوك غواړي هغه راولي، لكه تاسو يې چې د نورو خلكو له ځوځاته را پيدا كړي ياست.
阿拉伯语经注:
اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍ ۙ— وَّمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
بې شكه هغه څه حتماً را تلونكي دي چې لوز يى درسره كيږي او تاسو د هغه د عاجزولو وس نه لرئ.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰقَوْمِ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ اِنِّیْ عَامِلٌ ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۙ— مَنْ تَكُوْنُ لَهٗ عَاقِبَةُ الدَّارِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ورته ووايه: اى زما قومه! تاسو پر خپل حال (خپل) كار كوئ زه هم خپل كار كوونكى يم، بيا به زر وپوهېږئ چې د دار (آخرت) ښه انجام به د چا وي، دا حقيقت دى چې ظالمان نه شي بچ كېداى.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ مِمَّا ذَرَاَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْاَنْعَامِ نَصِیْبًا فَقَالُوْا هٰذَا لِلّٰهِ بِزَعْمِهِمْ وَهٰذَا لِشُرَكَآىِٕنَا ۚ— فَمَا كَانَ لِشُرَكَآىِٕهِمْ فَلَا یَصِلُ اِلَی اللّٰهِ ۚ— وَمَا كَانَ لِلّٰهِ فَهُوَ یَصِلُ اِلٰی شُرَكَآىِٕهِمْ ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟
او الله لره يې له هغو شيانو يوه برخه ټاكلې چې ده خپله پيدا كړي، له كښت او څارويو نه، نو ويل به يې دا د الله لپاره ده –په خپل ګومان سره– او دا زموږ د انګېرليو شريكانو لپاره، نو څه (برخه) چې د دوى د شريكانو لپاره ده، هغه خو الله ته نه رسي او كومه چې د الله لپاره ده هغه يې شريكانو ته رسي، (څه) بدې فيصلى كوي.
阿拉伯语经注:
وَكَذٰلِكَ زَیَّنَ لِكَثِیْرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ قَتْلَ اَوْلَادِهِمْ شُرَكَآؤُهُمْ لِیُرْدُوْهُمْ وَلِیَلْبِسُوْا عَلَیْهِمْ دِیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟
او شريكانو يې په همدى ډول زياترو مشركينو ته د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هلاك يې كړي او خپل دين يې ورباندې ګډوډ كړي، او كه الله غوښتي واى داسې به يې نه وو كړي نو همداسې يې په خپلو دروغ تړلو كې پرېږده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾奈尔姆
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭