Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
وَهُدُوْۤا اِلَی الطَّیِّبِ مِنَ الْقَوْلِ ۖۗۚ— وَهُدُوْۤا اِلٰی صِرَاطِ الْحَمِیْدِ ۟
او هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِیْ جَعَلْنٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءَ ١لْعَاكِفُ فِیْهِ وَالْبَادِ ؕ— وَمَنْ یُّرِدْ فِیْهِ بِاِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟۠
بې شكه كوم كسان چې كافر شوي او د الله له لارې او هغه مسجد حرام نه ايسارول كوي چې موږ هغه د (ټولو) خلكو (د عبادت ځاى) ګرځولى، هغه چې په هغه كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكى يو برابر دي، او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ بَوَّاْنَا لِاِبْرٰهِیْمَ مَكَانَ الْبَیْتِ اَنْ لَّا تُشْرِكْ بِیْ شَیْـًٔا وَّطَهِّرْ بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْقَآىِٕمِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟
او كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ما سره هېڅ شى مه شريكوه، او زما كور طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک كړه.
阿拉伯语经注:
وَاَذِّنْ فِی النَّاسِ بِالْحَجِّ یَاْتُوْكَ رِجَالًا وَّعَلٰی كُلِّ ضَامِرٍ یَّاْتِیْنَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِیْقٍ ۟ۙ
او په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي.
阿拉伯语经注:
لِّیَشْهَدُوْا مَنَافِعَ لَهُمْ وَیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْلُوْمٰتٍ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ۚ— فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْبَآىِٕسَ الْفَقِیْرَ ۟ؗ
تر څو هغوى خپلو ګټو ته راحاضر شي او په څو ټاكلو ورځو كې پر هغو څارويو د الله نوم ياد كړي چې ور روزي كړي يې دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ لْیَقْضُوْا تَفَثَهُمْ وَلْیُوْفُوْا نُذُوْرَهُمْ وَلْیَطَّوَّفُوْا بِالْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟
بيا دې هغوى خپلې خيرې ايسته كړي، خپل نذرونه دې پوره كړي او د دې لرغوني كور طواف دې وكړي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ حُرُمٰتِ اللّٰهِ فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— وَاُحِلَّتْ لَكُمُ الْاَنْعَامُ اِلَّا مَا یُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْاَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوْا قَوْلَ الزُّوْرِ ۟ۙ
دا وشوه، او هر څوک چې د الله د حكمونو درناوى وكړي نو د الله پر وړاندې دا د هغه لپاره غوره ده، او ستاسي لپاره څاروي حلال ګرځول شوي، پرته له هغو چې (حرمت يې) پر تاسو لوستل كيږي، نو د بتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له دروغ خبرې څخه ډډه وكړئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭