Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
اُذِنَ لِلَّذِیْنَ یُقٰتَلُوْنَ بِاَنَّهُمْ ظُلِمُوْا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ عَلٰی نَصْرِهِمْ لَقَدِیْرُ ۟ۙ
هغو خلكو ته اجازه وركړل شوه چې جګړه ورسره كيږي، ځكه چې دوى سره ظلم شوى او يقيناً الله يې په مرسته كولو قدرت لرونکی دى.
阿拉伯语经注:
١لَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ اِلَّاۤ اَنْ یَّقُوْلُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا دَفْعُ اللّٰهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَّصَلَوٰتٌ وَّمَسٰجِدُ یُذْكَرُ فِیْهَا اسْمُ اللّٰهِ كَثِیْرًا ؕ— وَلَیَنْصُرَنَّ اللّٰهُ مَنْ یَّنْصُرُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَقَوِیٌّ عَزِیْزٌ ۟
هغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو واېستل شول، يوازې په دې خبره چې دوى وايي: (زموږ رب الله دى) او كه الله خلک يو د بل په وسيله نه ايسارولى نو خامخا به نړول شوې وې خانقاګانې (د راهبانو)، كليساوې (د عیسویانو)، صلوات (د یهودو عبادت ځايونه) او جوماتونه (د مسلمانانو) چې په هغو كې د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا له هغه چا سره مرسته كوي چې د هغه مرسته كوي، بې شكه الله زورور او برلاسى دى.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اِنْ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ وَاَمَرُوْا بِالْمَعْرُوْفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَلِلّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟
دوى هغه خلک دي چې كه موږ په ځمكه كې قدرت وركړو، لمونځ ودروی (ترسره كوي)، زكات وركوي، د نېكۍ امر كوي او له بديو نه ايسارول كوي، او د ټولو چارو خاتمه الله لره ده.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ یُّكَذِّبُوْكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّثَمُوْدُ ۟ۙ
او كه هغوى دې دروغجن ګڼي نو له دوى مخكې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم (خپل رسولان دروغجن) ګڼلي وو.
阿拉伯语经注:
وَقَوْمُ اِبْرٰهِیْمَ وَقَوْمُ لُوْطٍ ۟ۙ
او قوم د ابراهیم -علیه السلام- او قوم د لوط -علیه السلام-.
阿拉伯语经注:
وَّاَصْحٰبُ مَدْیَنَ ۚ— وَكُذِّبَ مُوْسٰی فَاَمْلَیْتُ لِلْكٰفِرِیْنَ ثُمَّ اَخَذْتُهُمْ ۚ— فَكَیْفَ كَانَ نَكِیْرِ ۟
او (همدارنګه) د مدين خلک، او موسىٰ -علیه السلام- هم دروغجن وګڼلى شو نو كافرانو ته مې مهلت وركړو او بيا مې راونيول نو (ګوره) زما عذاب څنګه و؟
阿拉伯语经注:
فَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ فَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا ؗ— وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَّقَصْرٍ مَّشِیْدٍ ۟
نو څومره كلي دي چې هغه موږ تباه كړي دي په داسې حال كې چې هغوى ظالمان وو نو (اوس) هغه په خپلو چتونو پراته دي او څومره كوهيان شاړ او څومره دنګې ماڼۍ كنډواله شوې دي؟
阿拉伯语经注:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَتَكُوْنَ لَهُمْ قُلُوْبٌ یَّعْقِلُوْنَ بِهَاۤ اَوْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ۚ— فَاِنَّهَا لَا تَعْمَی الْاَبْصَارُ وَلٰكِنْ تَعْمَی الْقُلُوْبُ الَّتِیْ فِی الصُّدُوْرِ ۟
اّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭