Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
پاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، هماغه به يې ترمنځ فيصله كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتو كې وي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠
او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو د دوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
او هغو كسانو چې د الله په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا مړه شوي دي نو الله به خامخا غوره روزي وركړي او بې شكه هماغه الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى.
阿拉伯语经注:
لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟
خامخا به يې داسې ځاى ته ننباسي چې هغوى ورباندې خوښ شي او الله خامخا ډېر پوه زغم والا دى.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ ۚ— وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟
دا (زیری یقېني دی)، او څوک چې بدل واخلي هماغسې لكه چې هغه سره شوي، بيا (نور) ظلم پرې وشي نو الله به يې خامخا مرسته وكړي، الله يقيناً ډېر تېرېدونكى بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟
دا ځكه چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې الله بې شكه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟
دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؗ— فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟ۚ
آيا ته نه ګورې چې الله له آسمانه اوبه را وروي نو ځمكه تكه شنه شي بې شكه الله مهربان او ښه خبردار دى.
阿拉伯语经注:
لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠
په آسمانونو او ځمكه كې (ټول) شته هغه لره دي او بې شكه هماغه الله بى پروا او ستايل شوى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭