Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ یُّخْلِفَ اللّٰهُ وَعْدَهٗ ؕ— وَاِنَّ یَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَاَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
او هغوى د عذاب په راوستو كې بيړه درباندې كوي، حال دا چې الله به هېڅكله خپلې وعدې نه مخالفت ونه كړي او بې شكه چې ستا د رب په وړاندې يوه ورځ لكه زر كاله ده له هغو كلونو چې تاسو يې شمارئ.
阿拉伯语经注:
وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَمْلَیْتُ لَهَا وَهِیَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ اَخَذْتُهَا ۚ— وَاِلَیَّ الْمَصِیْرُ ۟۠
او څومره ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړ، چې ظالم وو، بيا مې راونيول او (خاص) زما لور ته راتله دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّمَاۤ اَنَا لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ
ورته ووايه: ای خلكو! خبره دا ده چې زه تاسو لره څرګند وېروونكى يم.
阿拉伯语经注:
فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
نو هغوى لره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي بخښنه او عزتمنه روزي ده.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْا فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟
او كوم خلک چې زموږ د آيتونو د كمزوري كولو هڅې كوي، همغوى دوزخیان دي.
阿拉伯语经注:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّلَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ ۚ— فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟ۙ
او له تانه مخكې مو هېڅ يو رسول او نبي له دې حالته پرته نه دى لېږلی چې كله به هغه لوستل كول نو شيطان به يې په لوستلو كې څه (خلل) وراچولو، نو الله هغه څه له منځه وړي چې شيطان يې پكې اچوي بيا الله خپل آيتونه محكموي، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
阿拉伯语经注:
لِّیَجْعَلَ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْقَاسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَفِیْ شِقَاقٍ بَعِیْدٍ ۟ۙ
دې لپاره (داسې كوي) چې كوم شى شيطان پكې غورځوي هغه د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي چې په زړونو كې يې ناروغي ده او د هغو لپاره چې زړونه يې سخت دي او يقيناً دا ظالمان په دېر لرې مخالفت كې دي.
阿拉伯语经注:
وَّلِیَعْلَمَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَیُؤْمِنُوْا بِهٖ فَتُخْبِتَ لَهٗ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهَادِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او تر څو هغه خلک چې علم وركړى شوى، وپوهيږي چې دا حق دى ستا د رب له خوا، نو په هغه به ايمان راوړي او زړونه به يې ورته نرم شي، او بې شكه الله ايمان راوړونكو ته د سمې لارې ښوونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَلَا یَزَالُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْهُ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً اَوْ یَاْتِیَهُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَقِیْمٍ ۟
او هغه خلک چې كافران شوي، تل به د هغه له پلوه په شک كې وي تر دې چې ناڅاپه قيامت ورته راشي يا د شنډې ورځې عذاب.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭