Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَیُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟
آيا ته نه وينې چې الله هغه څه درته تابع كړي چې په ځمكه كې دي او هغه بېړۍ (هم) چې د ده په امر سمندر كې چليږي او هماغه (الله) آسمان داسې ساتي چې د ده له حكمه پرته په ځمكه را ونه غورځيږي، بې شكه الله په خلكو ډېر نرمي كوونكى مهربان دى.
阿拉伯语经注:
وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟
او هماغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي ياست، بيا مو مړه كوي، وروسته مو بيا راژوندي كوي (خو) انسان خامخا ناشكره دى.
阿拉伯语经注:
لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟
موږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقيناً ته خو په سمه لار برابر يې.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
او كه هغوى جګړه درسره كوي نو ورته ووايه چې الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.
阿拉伯语经注:
اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ هغه څه كې فيصله كوي چې تاسو پكى اختلاف كولو.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
آيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي.
阿拉伯语经注:
وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟
او هغوى الله نه پرته داسې څه لمانځي چې هغه يې په هكله څه سند نه دى نازل كړى او نه دوى څه علم پرې لري او ظالمانو لره څوک مرستيال نشته.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ ؕ— یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ؕ— قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— اَلنَّارُ ؕ— وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠
او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭