Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ یَهْدِیْ مَنْ یُّرِیْدُ ۟
او همدغه شان موږ هغه په څرګندو آيتونو سره نازل كړ او دا چې الله چاته وغواړي لاره ورښيي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـِٕیْنَ وَالنَّصٰرٰی وَالْمَجُوْسَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْۤا ۖۗ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟
يقيناً هغوى چې ايمان راوړي او هغه چې يهوديان شوي او صابيان، نصرانيان، مجوسيان او هغه چې مشركان شوي، الله به د دې ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ فيصله كوي، بې شکه الله په هر څه ښه (عالم) شاهد دى.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یَسْجُدُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَآبُّ وَكَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ ؕ— وَكَثِیْرٌ حَقَّ عَلَیْهِ الْعَذَابُ ؕ— وَمَنْ یُّهِنِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ مُّكْرِمٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ ۟
آيا ته نه وينې چې الله ته سجده كوي څوک چې آسمانونو كې دي او څوک چې ځمكه كې دي او لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، څاروي او زياتره انسانان او ډېر داسې دي چې د عذاب وړ ګرځېدلي او هغه څوک چې الله يې سپک كړي نو بيا هغه ته څوک عزت وركوونكى نشته، الله چې څه غواړي هماغه كوي.
阿拉伯语经注:
هٰذٰنِ خَصْمٰنِ اخْتَصَمُوْا فِیْ رَبِّهِمْ ؗ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِیَابٌ مِّنْ نَّارٍ ؕ— یُصَبُّ مِنْ فَوْقِ رُءُوْسِهِمُ الْحَمِیْمُ ۟ۚ
دا دوه ډلې مدعيان دي چې د خپل رب په هكله يې سره جګړه ده، نو كوم چې كافر شوي هغوی لپاره د اور څخه جامې پرې شوي، د سرونو دپاسه به يې خوټېدلې اوبه وراچولى شي.
阿拉伯语经注:
یُصْهَرُ بِهٖ مَا فِیْ بُطُوْنِهِمْ وَالْجُلُوْدُ ۟ؕ
چې په هغو سره به يې هغه څه هم ویلي (خوړين) شي چې په خېټو كې يې دي او پوستكي هم.
阿拉伯语经注:
وَلَهُمْ مَّقَامِعُ مِنْ حَدِیْدٍ ۟
او هغوي لپاره به د اوسپنې ګوزرونه (څټکونه) وي.
阿拉伯语经注:
كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ اُعِیْدُوْا فِیْهَا ۗ— وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟۠
كله چې له ډېره غمه له هغه نه وتل غواړي نو بېرته پكې ورګرځول كيږي او (ورته ويلى شي چې) د سوځونكي اور خوند وڅكئ.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّلُؤْلُؤًا ؕ— وَلِبَاسُهُمْ فِیْهَا حَرِیْرٌ ۟
يقيناً الله هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي داسې جنتونو ته ورننباسي چې لاندې يې ترې ويالې بهيږي، هلته به دوى د سرو زرو او ملغرو په بنګړو سينګار كړى شي، او جامې به يې پكې ورېښمينې وي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭