Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 哈吉   段:
حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ ۟
خاص الله لره غاړه اېښودونكي شئ، چې هغه سره شرک كوونكي نه ياست، او هر څوک چې الله سره شريک ونيسي نو هغه لكه چې له آسمانه راوغورځېدو، چې يا به يې مرغان وتښتوي، يا به يې باد چېرته لرې ژور ځاى كې وغورځوي.
阿拉伯语经注:
ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۟
همداسې ده، او څوک چې د الله (د دين) د نښانو درناوى كوي نو دا د زړونو له تقوى ده.
阿拉伯语经注:
لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟۠
تاسو لره تر يوې ټاكلې نېټې په هغو كې ګټې شته، بيا يې د حلالولو ځاى هماغه لرغوني كور سره دى.
阿拉伯语经注:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ؕ— فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ— وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَ ۟ۙ
او هر امت لپاره موږ يوه قرباني (يا د عبادت يوه طريقه) ټاكلې ده تر څو په هغو څارويو باندې د الله نوم واخلي چې ور په برخه كړي يې دي، نو ستاسو معبود هماغه يو معبود (الله) دى، نو هماغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَالْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ ۙ— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
هغوى چې كله د الله نوم ورته ياد شي، زړونه يې ولړزيږي او هغوى چې صبر كوونكي دي په هغو (كړاوونو) چې ورته رسېدلي وي او چې لمونځ ترسره كوونكي دي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.
阿拉伯语经注:
وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ ۖۗ— فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ ۚ— فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او (د قربانۍ) اوښان مو ستاسو لپاره د الله (د دين) له نښانو څخه ګرځولي، تاسو ته په هغو كې ښېګڼه ده، نو په داسې حال كې د الله نوم ورباندې واخلئ چې هغه ولاړ وي، بيا چې كله يې اړخونه (پر ځمكه) پرېوتل نو تاسو هم ترې وخورئ، او په (هر) قناعت لرونکي او بې قناعته (فقير) يې هم وخورئ، همدغه شان مو هغه (څاروي) درته تابع كړي دي تر څو تاسو شكر وباسئ.
阿拉伯语经注:
لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هېڅکله یې هم نه غوښې الله ته رسيږي او نه وينې، هغه ته خو (يوازې) ستاسو تقوا رسيږي، همداسې يې درته تابع كړي، تر څو په هماغه شان د هغه (الله) درناوى وكړئ چې درښوولي يې دي، او نېک عملو ته زېرى وركړه.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ ۟۠
يقيناً الله له هغو خلكو ملاتړ كوي چې ايمان يې راوړى، رښتيا چې الله هېڅ خيانت ګر او ناشكره نه خوښوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 哈吉
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭