《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德语翻译中心 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 隋法提   段:

الصافات

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ
قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.
阿拉伯语经注:
فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ
بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.
阿拉伯语经注:
فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ
بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.
阿拉伯语经注:
اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ
چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.
阿拉伯语经注:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ
د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.
阿拉伯语经注:
اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ
يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.
阿拉伯语经注:
وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ
او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.
阿拉伯语经注:
لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟
پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.
阿拉伯语经注:
دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ
رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟
پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.
阿拉伯语经注:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟
نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.
阿拉伯语经注:
بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟
بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟
او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟
او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ
او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.
阿拉伯语经注:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ
اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟
阿拉伯语经注:
اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ
او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟
阿拉伯语经注:
قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ
ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟
یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟
او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.
阿拉伯语经注:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠
(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.
阿拉伯语经注:
اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.
阿拉伯语经注:
مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟
له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.
阿拉伯语经注:
وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ
او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.
阿拉伯语经注:
مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟
په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟
阿拉伯语经注:
بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟
بلكې هغوى نن تسليم شوي دى.
.
阿拉伯语经注:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟
وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ.
阿拉伯语经注:
وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟
او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ.
阿拉伯语经注:
فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟
نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو.
阿拉伯语经注:
فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟
نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟
نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟
موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ
هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله.
阿拉伯语经注:
وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ
او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟
阿拉伯语经注:
بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟
بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى.
阿拉伯语经注:
اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ
(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست.
阿拉伯语经注:
وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
پرته د الله له سوچه بندګانو.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده.
阿拉伯语经注:
فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ
يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي.
阿拉伯语经注:
فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ
نعمت والا جنتونو كې.
阿拉伯语经注:
عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي.
阿拉伯语经注:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ
د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي.
阿拉伯语经注:
بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ
تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور.
阿拉伯语经注:
لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟
نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي.
阿拉伯语经注:
وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ
او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي.
阿拉伯语经注:
كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي.
阿拉伯语经注:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي.
阿拉伯语经注:
قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ
په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ.
阿拉伯语经注:
یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟
هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟
阿拉伯语经注:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟
اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟
阿拉伯语经注:
قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟
(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟
阿拉伯语经注:
فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟
نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.
阿拉伯语经注:
قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ
وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟
او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.
阿拉伯语经注:
اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ
(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟
阿拉伯语经注:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.
阿拉伯语经注:
لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟
د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.
阿拉伯语经注:
اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟
اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟
阿拉伯语经注:
اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟
موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.
阿拉伯语经注:
اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.
阿拉伯语经注:
طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟
د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ
نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ
بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟
بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ
بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.
阿拉伯语经注:
فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟
نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟
او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.
阿拉伯语经注:
فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ
نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟
阿拉伯语经注:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠
مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ
او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.
阿拉伯语经注:
وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ
او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ
او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ
او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟
په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بيا مو هغه نور غرق كړل.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و.
阿拉伯语经注:
اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟
كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ
كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟
阿拉伯语经注:
اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ
اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ.
阿拉伯语经注:
فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې.
阿拉伯语经注:
فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ
بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو.
阿拉伯语经注:
فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟
وېلې: زه خو ناروغ يم.
阿拉伯语经注:
فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟
نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي.
阿拉伯语经注:
فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ
نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟
阿拉伯语经注:
مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟
څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟
阿拉伯语经注:
فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟
نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره.
阿拉伯语经注:
فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟
نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ
وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟
阿拉伯语经注:
وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم.
阿拉伯语经注:
قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟
هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ.
阿拉伯语经注:
فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟
خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل.
阿拉伯语经注:
وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟
او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي.
阿拉伯语经注:
رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه.
阿拉伯语经注:
فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟
نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ
نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.
阿拉伯语经注:
وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ
نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!
阿拉伯语经注:
قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟
بېشكه دا يو څرګند ازميښت و.
阿拉伯语经注:
وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟
او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ
او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟
په ابراهيم دې سلام وي.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته همداسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
阿拉伯语经注:
وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.
阿拉伯语经注:
وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠
او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ
او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.
阿拉伯语经注:
وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ
هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.
阿拉伯语经注:
وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ
او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.
阿拉伯语经注:
وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ
او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.
阿拉伯语经注:
وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ
او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ
او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.
阿拉伯语经注:
اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟
阿拉伯语经注:
اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ
اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟
阿拉伯语经注:
اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.
阿拉伯语经注:
فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي.
.
阿拉伯语经注:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
پرته د الله له سوچه بندګانو.
阿拉伯语经注:
وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ
او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو.
阿拉伯语经注:
سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟
په الياسين دې سلام وي.
阿拉伯语经注:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.
阿拉伯语经注:
اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و.
阿拉伯语经注:
اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله.
阿拉伯语经注:
اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟
پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟
بيا مو نور تباه كړل.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ
او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې.
阿拉伯语经注:
وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠
او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ
او بېشكه يونس له رسولانو څخه و.
阿拉伯语经注:
اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد.
阿拉伯语经注:
فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ
بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو.
阿拉伯语经注:
فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟
بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و.
阿拉伯语经注:
فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ
نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى.
阿拉伯语经注:
لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ
خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و.
阿拉伯语经注:
فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ
بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو.
阿拉伯语经注:
وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ
او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ.
阿拉伯语经注:
وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ
هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و.
阿拉伯语经注:
فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ
نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه.
阿拉伯语经注:
فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ
نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟
阿拉伯语经注:
اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟
(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل.
阿拉伯语经注:
اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي.
阿拉伯语经注:
وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي.
阿拉伯语经注:
اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ
اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې.
阿拉伯语经注:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟
په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟
阿拉伯语经注:
اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ
اّيا نو پند نه اخلئ؟
阿拉伯语经注:
اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
ايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟
阿拉伯语经注:
فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
كه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ!
阿拉伯语经注:
وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ
او دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې.
阿拉伯语经注:
سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
پرته د الله له سوچه بندګانو.
阿拉伯语经注:
فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ
نو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ.
阿拉伯语经注:
مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ
په دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست.
阿拉伯语经注:
اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟
پرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ
او (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي.
阿拉伯语经注:
وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ
او بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟
او بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
او بېشكه دوى (كافرانو) به ويل.
阿拉伯语经注:
لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
چې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى.
阿拉伯语经注:
لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
نو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو.
阿拉伯语经注:
فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
خو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
او بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه.
阿拉伯语经注:
اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟
چې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي.
阿拉伯语经注:
وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟
او یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي.
阿拉伯语经注:
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
نو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه.
阿拉伯语经注:
وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
او هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري.
阿拉伯语经注:
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
نو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟
阿拉伯语经注:
فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟
خو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي.
阿拉伯语经注:
وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ
او تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه.
阿拉伯语经注:
وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟
او ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني.
阿拉伯语经注:
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ
ستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي.
阿拉伯语经注:
وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ
او سلام دى پراستول شوو (رسولانو).
阿拉伯语经注:
وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 隋法提
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德语翻译中心 - 译解目录

古兰经普什图文译解,拉瓦德翻译中心团队与伊斯兰之家合作翻译 islamhouse.com

关闭